تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا مهال په افغانستان کې ۷۲۰۰ کسان د ایډز یا ایچ آی وي په ناروغۍ اخته دي، خو د عامې روغتیا وزارت بیا دا شمېرې نه مني.
دغه سازمان د ډسمبر په لومړنۍ نېټه د ایډز پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې له ایډز څخه د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کچه لوړه کړای شي.
خو د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د ایډز په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر کم شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د عامه خدمتونو مرستیال فدا محمد پیکان بیا وايي، له هغې ورځې چې ایډز ناروغي افغانستان ته راننوتې تر ۱۳۹۸ کال پورې یې ۲۸۸۳ ناروغان په افغانستان کې ثبت شوي او د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې اټکلي دي: (( په ایډز د ککړو پیچکاریو د کارونې له کبله تېر کال له موږ سره ۱۸۳ پېښې ثبت شوې دي او سږ کال بیا له موږ سره ۱۵۰ پېښې ثبت شوې دي.))
د ایډز ناروغي په ۱۹۸۸ کال په امرکیا کې کشف شوه چې اوسمهال ترې په ټوله نړۍ کې ۳۲ میلیونه ناروغان رنځېږي.
دا ناروغي د نامصوونه جنسي اړیکې او په ایډز د ککړو پیچکاریو له کبله یو بل ته سرایت کوي.