په لار روان وم، له خپل خيال سره لاس په ګريوان. وې مې دا خوبونه نه ريښتيا كيږي. د دې خوبونو ريښتيا كول خو ستا كارنه دۍ، دا خوبونه په ځانګړتوب نه شي ريښتيا كيدى. دا جګړه زما او زما د خيال سره جدي شوه، خيال مى وې چى ته دې خپل خوبونه ګوره د بل چا سره ستا څه غرض نه شته، هرڅوك خپل خوبونه لري، نو هرڅوك او خپل يى كار.  

زه د خوبونو د ريښتيا كولو په پلو وم په لار راون او سملاسي مې فكر شو چي زړه مې له لاسه كلك ونيولم او راكش يى كړم. 

وې چى دلته ورځه، خوب دې د  جادو په جام كې وګوره.

  ما خپلې پښې كلكې كړې، وې مى چى نه، دا هم زما خيال او خوب ته كوم ځواب نه لري. خو زړه همداسى له لاسه كلك نيولى او د جادو جام ته مى راكاږي. 

ګورم چى د پاسه له مغزو غږ راوشو، چى پام كوه، زړه باچا دی، څوك يې خبره بي له سزا په ځمكه نه شي غورځولى، نو  پښو ته دې په هغې لور حركت وركړه، چى دې زړه هلته راكاږي. 

د داسى لږ وخت وروسته ما چي خپل خوب د جادو په اول جام كي وكوت نو داسى لږ څه تت ښكاريده،  څه ترې نه پوهيدل كيده، نو بيا مى زړه دوم جام ته وروهڅولم او وې چى نااميدې هم ناكامي ده،  بيا دې خوب د بل سحر جام كي وګوره . 

ما د باچا خبره، چي مغز مي ورته پام راګرځولى وو نه شوه ردولى،  نو په بل جام كى مى خپل خوب وكوت. ګورم چي راته وايي چي ستا ژوند خوب دى او ته مين يي په خيالونو، ځه ورځه هغه كوه چى څه كوى شي، چى خوبونه او خيالونه دې رىښتيا شي. 

د بل كړه وړه ستاه كار نه دۍ دا خبره پريږده چي» كه موږ داسى كړي وى او يا داسى، نو داسي به شوى وى« بلكه هغه څه وكړه چى پخپله څه كولى شى. دا پرمختګ دى، دخوبونو د رښتياكولو په لور او بس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *