تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: د بلخ، دهدادي ولسوالۍ په کمربند بابه یادګار سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي ګازو نیولي او مړه شي دي.

د مزار شریف د ابوعلي سینا بلخي روغتون امر ډاکټر شفیق شایق وايي،  د دوه نجونو او دوه هلکانو جسدونه چې عمرونه یې له اتو کلونو تر ۱۶ کلونو پورې دي، ورته نن سهار پنځه بجې رسول شوي دی.

  دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم په بلخ کې د یو کور درې تنه د ګازو د نیول کېدو له کبله مړه شوي وو.

په ژمي کې د ګازو او د ډبرو د سکرو د بخاریو له کبله اکثره کورنۍ مسمومېږي او ځینې یې له منځه ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *