تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: د جلال اباد ښار د ډاکټرانو اتحاديې مشر ايمل ذکي د يوې ناستې په ترڅ کې ویلي، ټولو ډاکټرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته راکړه ورکړه يواځې په افغانيو کوي.

ډاکټر ذکي وویل، افغانۍدملي هويت دی او د جلال اباد ډاکټران نه غواړي، چې له دې وروسته په بهرنيو اسعارو خدمات عرضه کړي.

هغوی همدا راز په خپلو مراجعينو غږ وکړ، چې د افغانيو په ترويج کې ور سره همکاري وکړي او د فیس، معايناتو، درملو او نورو طبي خدماتو اداينه په افغانيو تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې د افغانيو بشپړ دودولو په موخه ځوانانو او مدني ټولنو استازو سوله ييز لاريونونه هم کړي و.

همدا راز ننګرهار والي شاه محمود مياخېل له لوري د ختيځ زون واليانو سره د افغانيو دودولو او ځانګړې طرحې پلې کولو په موخه هم غونډه شوې، چې په تدريجي ډول به د افغانيو بشپړ چلند ته زمينه برابره شي.

2 thoughts on “د جلال اباد ډاکټران وايي، له دې وروسته کلدارې نه اخلو”
  1. this is positive action from doctors;
    BUT ALL PROCESS FROM ALL PEOPLES OF KALDAERS MUST STOP.
    MONEY EXCHANGE MARKET MUST STOP KALDAR DISTRIBUTION TO PUBLIC.
    PAKISTAN IS OUR ENEMY WHY YOU SUPPORT ENEMY.
    THINK DEEP ABOUT AFGHAN ECONOMY

    THANK YOU

  2. د کالدار کار او بار په سرحدی ولایتونو کی زیات رایج دی نو د یاد ولایتی مشران یعنی والیان باید د ملی ګټو د ساتلو او افغانۍدملي هويت په اړه په خارجی اسعارو باندی بندیز په هکله په ټولو سرحدی ولایتونو کی ولس او دولت په ګډه کمپاین او افغانی د ملاتړ په خاطر لاریونونه وکړی چی ولس نور خپلو ملی ارزښتونو ته توجه او پاملرنه وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *