په وروستیو کې د کابل ښار د هوا له ککړتیا ډېر شکایتونه کېږي. دا یوه جدي او ژر نه حل کېدونکې ستونزه ده.
د دې ستونزې اساسي عوامل په ودانیو او ټرانسپورتي وسایلو کې د غیر معیاري سون توکو کارول، وچ او باد لرونکی اقلیم، د خاورو د کچي ډېروالی، د شنو سیمو او ونو لږوالی، د کثافاتو د راټولولو او پروسس ضعیف سیسټم او د نفوس ډېر تراکم دي.
د دې ستونزې د حل لپاره باید د پورته هر یو ذکر شوي علت لپاره یو مناسب او ارزانه حل لار وموندل شي.
د بېلګې په توګه د ښار اوسېدونکي باید د کورونو د تودو ساتلو لپاره د مرکز ګرمۍ سیسټم یا ګازي سټندرد بخارۍ وکاروي. عمومي ترانسپورت باید فعال او ډېر دود تولیدونکي وسایل باید له ښار څخه واېستل شي. ترانسپورتي وسایل باید ښه تېل یا پاکه انرژي وکاروي. په ښار کې د خاورو او کثافاتو راټولولو او پروسس سیسټم قوي شي. شنې ونې او سیمې ډېرې شي. او د بادونو په وخت کې خاورین ځایونه آب پاشي شي. چې دا ټول په اوس وخت کې د حکومت په وس کې نشته. خو د حکومت او خلکو تدریجي هڅې پایله ورکولای شي.
حکومت او خلک باید په اوس وخت کې لاندې چارې عملي کړي:
- د لویو ودانیو سون ځایونه باید تصفیه خونې ولري. حکومت باید دا چاره زر تر زره پلې کړي. ځکه مصرف یې هم د ودانیو په اوسېدونکو دی.
- د ژمي په موسم کې د ګاز بیه باید د دولتي شرکت په مرسته راټیټه کړل شي، تر څو خلک د هغو توکو پرځای چې ډېر دود تولیدوي، ګاز وکاروي.
- په کابل ښار کې اوس د سولر مرکز ګرمۍ کارول پیل شوي. که دا سیسټم په ډېرو ودانیو کې پلی شي ډېره مرسته به وکړي.
- خلک باید په کورونو او هر ممکن ځای کې ونې کېږدي او شنه سیمه پراخه کړي. دا نه یواځې هوا تصفیه کوی بلکه نه پرېږدي چې د بادونو په وخت کې خاورې هوا ته پورته شي.
- له ککړو اوبو د خارو د اب پاشۍ لپاره کار واخیستل شي تر څو د بادونو په وخت کې لږ خاورې هوا ته پورته شي.
- په کوټو کې د ګل دانیو ساتل هم د هوا له تصفیې سره مرسته کوي.
- همدارنګه باید د کوټو کړکۍ هغه وخت خلاصې شي چې هوا یو څه پاکه وي او نور وخت تړلې وي.
- د دې تر څنګ له کوره بهر باید د ماسک کارول هېر نشي.
او په پای کې دا چې حکومت باید د راتلونکو کلونو لپاره اړین اقدامات پر وخت ترسره کړي.