الیس ویلز

تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د برخې مرستیالې الیس ویلز، د لوګر په ښوونځیو کې د بچه بازۍ اړوند راپورونو ته په اشاره ویلي، جنسي تاوتریخوالی او د بچه بازۍ په څېر پدیدې په هیڅ یوه ټولنه کې د منلو وړ نه دي.

د الیس ویلز دفتر په یو ټویټ کې ویلي، له افغان حکومت او لویې څارنوالۍ غواړي چې په دې اړه راپورونه په دقیق ډول وڅېړي او د بچه بازۍ پر وړاندې جدي عمل وکړي.

د الیس ویلز دفتر زیاته کړې، چې جنسي تاوتریخوالی او په خاصه توګه بچه بازي په هیڅ ډول ټولنه کې ځای نه لري.

 د دې ټویټ په ځواب کې بیا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي لیکلي، افغان دولت به په دې اړه د بشر د  حقونو کمېسیون او د لویې څارنوالۍ له پلټنو وروسته دي اقدامات وکړي: (( زموږ اجرائیې بنسټونه ځواب ورکولو ته ژمن دي.))

 دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ګارډین ورځپاڼې یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوی وو د لوګر د ۶ ښوونځیو نږدې ۵۰۰ زده کوونکي په جنسي لحاظ ځورول شوي چې دې راپور د ولسي جرګې او پوهنې وزارت غبرګونونه راوپارول او دواړو بنسټونو د پلټنو لپاره یو پلاوی لوګر ته واستولو.

One thought on “الیس وېلز: بچه بازي په هیڅ یوه ټولنه کې د منلو نه ده، کابل یې باید پر ضد اقدام وکړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *