تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: مشرانو جرګې نن د رایو په اکثریت د ۱۳۹۹ کال لپاره ملي بودیجه پاس کړه.
د ۱۳۹۹ کال د بودیجې سند ۱۶ ورځې وړاندې د مالیې وزارت د معین زاهد همدرد لخوا مشرانو جرګې ته استول شوی و چې نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې سناتورانو ته وړاندې شو او په اکثریت رایو تایید شو.
د مشرانو جرګې د اقتصادي کمېسیون مشر عظیم قویاش نن وویل، د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې د سناتورانو نظریات په پام کې نیول شوي او له تایید وروسته به مشرانو جرګه خپل پیشنهادات هم د بودیجې له سند سره د ضمیمې په ډول مالیې وزارت ته راجع کړي: (( مالیې وزارت موږ ته وعده راکړې چې د سناتورانو کوچنۍ او د تطبیق وړ پروژې به د راتلونکي کال په مالي بودیجه کې ځای کړي.))
خو یو شمېر سناتورانو بیا شکایت کړی چې د مالیې وزارت د نوي کال په بودیجه کې د دوی نظریات نه دي ځای کړي.
معلم لالا ګل په دې اړه وايي، د مالیې وزارت د سناتورانو نظر ته اهمیت نه ورکوي او تېر کال د دوی هیڅ پیشنهاد په پام کې نه دی نیول شوی.
د مشران جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزد یار هم وايي چې په بودیجه کې د پروژو لپاره توازن په پا کې نه دی نیول شوی او اوس د موازي ادارو رامنځته کول د بودیجې په برخه کې لویه ستونزه ده.
خو له دې نیوکو سره سره د مشرانو جرګې مشر د رایو په اکثریت د راتلونکي مالي کال د بودیجې سند منظور شوی اعلان کړ.
خو د قانون له مخې مشرانو جرګه یوازې د بودیجې سند د تایید حق لري او ولسي جرګه یې بیا د تصویب او رد صلاحیتونه دواړه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره ۴۲۸ ملیارده افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې چې ۲۸۹ میلیارده یې عادي او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ یې انکشافي بودیجه ده.
په انکشافي بودیجه کې ۶۳ میلیارده افغانۍ له داخلي عوایدو او ۷۵ میلیارده افغانۍ یې د بهرنیو مرستندویانو لخوا ورکول کېږي.
دا سند به د مشرانو جرګې له تایید وروسته اوس ولسي جرګې ته د تصویب لپاره استول کېږي.