U.S. Defense Secretary Mark Esper

تاند(سې شنبه، د قوس ۱۲) د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، حتمي نه ده چې له افغانستان څخه د نورو امریکايي پوځیانو ایستل له طالبانو سره د سولې له موافقې سره تړاو ولري.

ایسپر د دوشنبې په ورځ په پینتاګون کې خبریالانو ته وویل، یو شمېر امریکايي پوځیان به له افغانستان څخه وایستل شي او دا پرېکړه د سولې له روانو خبرو سره ارتباط نه لري.

ایسپر دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ تېره اوونۍ افغانستان ته راغی او خپلو پوځیانو ته یې وویل چې ممکن یو شمېر سرتېري بېرته خپل هیواد ته وروغواړي.

ده همداراز هیله وښوده چې طالبان به له اوربند سره موافقه وکړي او په نتیجه کې به یې امریکا له افغانستانه خپل ډېر شمېر ځواکونه وباسي.

ایسپر، د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره لندن ته تر روانېدو مخکې رویټرز خبري اژانس ته وویل، د ټرمپ حکومت له یوې مودې راهیسې په خپل منځ او د ناټو له متحدانو سره په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر پر کمولو خبرې کوي.

ده وویل«زه ډاډه یم چې موږ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کمولی او ورسره جوخت دا یقیني کولی شو چې سیمه (افغانستان) به بیا د تروریستانو پر ځالې نه بدلېږي.»

ده دا هم وویل چې د امریکا متحدان موافق دي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.

له ده څخه پوښتنه وشوه چې «ایا د ځواکونو شمېر له طالبانو سره د جوړجاړي په نتیجه کې کموي؟» ایسپر وویل«نه، ضروري نه ده.»

حاضردمه په افغانستان کې د دېره امریکايي پوځیانو شمېر ۱۳ زرو ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *