تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: د جرمني د دفاع وزیرې په مزار شریف کې د خپلو ځواکونو سره تر لیدنې وروسته نن له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله سره په جلا جلا لیدنو کې د خپل هېواد له پلوه د مرستو دوام ډاډ ورکړی دی.
د جرمني د دفاع وزیرې میرمن انګریټ کرامپ له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ژر تر ژره اعلان غوښتنه کړې چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.
اغلې کرامپ له ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته په یو خبري کنفرانس کې ویلي، د ټاکنو څخه راوتلی حکومت به د سولې پروسه په پوره قوت مخته یوړلی شي.
بلخوا ولسمشر غني ویلي، له اغلې کرامپ سره یې د افغانستان د باعزته سولې او په هغې کې د افغانستان د ټولو لاسته راوړنو د خوندیتوب په اړه خبرې کړې دي.
اغلې کرامپ په ننیو لیدنو کتنو کې اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله او د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم کتلی دی.
نوموړې چې افغانستان ته په لومړي ځل راغلې ده تېره ورځ یې په مزار شریف کې د خپلو ځواکونو سره د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې جرمني غواړي په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې خپل ماموریت وغځوي.