تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ننګرهار کې د داعش ډلې په ماتولو کې طالبانو هم ونډه لرله.
نوموړي په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، په ننګرهار کې وروستی کمپاین یوه بېلګه وه چې متحده ایالاتو، ایتلاف، افغان ځواکونو او د طالبانو د مؤثرو عملاتو له کبله د داعش – خراسان څانګې سیمې او جنګیالي وبایلل او سلګونه یې تسلیم شول.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې، داعش خراسان محوه شوی نه دی، خو دا یو رښتونی پرمختګ دی چې د دغې ډلې پر وړاندې کېږي.
بلخوا په دې اړه د ننګرهار ولایتي اداره دا خبره نه مني چې ګواکې طالبانو هم د داعش په ځپلو کې ونډه لرله.
د ننګرهار د والي ویاند تاند ته وايي، کومو سیمو کې چې داعش فعاله و، له طالبانو سره یې خونړۍ جګړې کړې وې او طالبان یې له دغو سیمو څخه شړلي وو: (( په کومو سیمو کې چې اوس داعش پراته وو، پخوا د طالبانو مرکزونه په کې وو، چې داعشیانو، په کې طالبانو ته ماتې ورکړې وه، بیا طالبانو ډېرې جګړې ورسره وکړې خو ونه توانیدل.))
نوموړی وايي، په سیمه کې د ولسي پاڅونوالو همکاري او هوايي بریدونه د دې سبب شول داعش ډله ماتې وخوري او جنګیالي یې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم طالبانو ادعا کړې وه چې په ننګرهار کې یې د داعش ډلې په ماتولو کې خاص رول لوبولی دی، خو افغان حکومت دا خبره رد کړې وه.