تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: له ولسي جرګې او پوهنې وزارت وروسته لویې څارنوالۍ هم په لوګر کې د ښوونځیو ماشومانو په اړه د بچه بازۍ د راپور څېړنې ته یو پلاوی وګماره.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دې اړه په یو ټویټ کې لیکلي، په دې پلاوي کې د لويې څارنوالۍ مرستیال د پلاوي د مشر په توګه ټاکل شوی چې د ګارډین ورځپاڼې له لوري په لوګر کې د ښوونځي له ماشومانو د جنسي استفادې راپور به له نږدې څخه وڅېړي.
ښاغلي رسولي ټینګار کړی چې دغه پلاوی به قضیه په عادلانه او بې طرفانه ډول وڅېړي او د هغو کسانو د امنیت لپاره به هم کوټلي ګامونه پورته کړي چې له پلاوي سره د حقیقتون په موندلو د سرچینې په توګه مرسته کوي.
د جمشېد رسولي په خبره د دغه پلاوي د کاري پرمختګونو راپور به اطلاعاتو د قانون له مخې ټولو ته ښکاره کوي.
تر دې وړاندې د ګارډین ورځپاڼې ادعا کړې وه چې په لوګر ولایت کې د ۶ ښوونځیو نږدې ۵۰۰ زده کوونکي په جنسي لحاظ ځورول شوي دی، د دغه راپور د څېړنې لپاره ولسي جرګې جلا او د پوهنې وزارت جلا پلاوی وګماره، خو ولسمشر له عدلي بنسټونو غوښتنه وکړه چې دوی دې هم دا قضیه په دقیق ډول وڅېړي.