له هر ځوان سره په ځانګړې توګه هغه چې له ليکوالۍ سره مينه لري، دا پوښتنه په ذهن کې پيدا کېږي چې څنګه کولای شي په ليکوالۍ پيل وکړي؟ دا پوښتنه ډېره اساسي پوښتنه ده او بايد جدي پاملرنه ورته وشي. زموږ مشر ليکوالان بايد په دې اړه له ځوانانو سره خپلې لارښوونې او مشورې شريکې کړي، په دې برخه کې ځانګړي لیکچرونه ورکړي او کتابونه وليکي. دې پوښتنې ته شايد هر څوک بېل بېل ځواب ولري او طبعًا هر څوک د خپلې تجربې پر اساس بېلابېل برداشتونه لري خو دلته زه غواړم له تاسو سره خپلې ځينې شخصي مشورې شريکې کړم.

تر هر څه له مخه د ښې ليکنې لپاره مطالعه ډېره مهمه ده. کله چې ليکنه کوو، بايد د موضوع په اړه کافي معلومات ولرو. کله چې د يوې موضوع په اړه کافي معلومات ولرئ، نو بيا کولای شئ د هغې په اړه ښه ليکنه وکړئ. له معلوماتو څخه وروسته د موضوع د بيان او څرګندولو لپاره ښکلي الفاظ ولټوئ. لومړی مو معلومات وليکئ، بيا الفاظ ښکلي کړئ. هره کلمه چې څومره ښکلې او جالبه کېدای شي، ښکلې او جالبه يې کړئ. په دې سره به مو ليکنه زړه راښکونکې شي او لوستونکی به ورسره د لوستلو پر وخت نه ستړی کېږي. د ليکنې پر وخت د پېچېده او مغلق کلماتو/اصطلاحاتو له کارولو څخه  ځان وساتئ.

د ښه ليکوال کېدو لپاره دا ډېره مهمه ده چې ليکنه وکړئ. ځينې شايد پوښتنه وکړي چې زه څه وليکم؟ زه وايم همدا نن چې درباندې څه تېر شول، دا وليکه، ترتيب يې کړه، ښکلي الفاظ په کې وکاروه او بيا يې وارزوه. د وخت په تېرېدو به له ليکلو سره عادت شې او ښه ليکل به وکړای شې. نن مې په فيسبوک کې ولوستل چې ښاغلي پسرلي صيب به ویل: که مو کومه ورځ لیکنه و نه کړه؛ دومره خو ولیکئ چې نن مې څه ونه لیکل. نو چې څوک دومره څه وليکي چې نن مې څه  و نه ليکل او بيا يې لامل هم بيان کړي؛ نو بيا يې هم ليکل وکړل.

د ليکلو پر وخت له دې څخه مه ډارېږئ چې زما ليکنه به څه ډول وي؟ اشتباهات او غلطۍ به ولري؟ املايي ستونزې به ولري؟ نه! ته ليکل وکړه، د وخت په تېرېدو سره به هر څه سم شي او يو غښتلی ليکوال به در څخه جوړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *