زلمی خلیلزاد

تاند، پنجشنبه، د قوس ۱۴مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسما اعلان کړه چې د افغان سولې لپاره به یې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې له لوړپوړو چارواکو او سیاسي مشرانو سره تر لیدنې وروسته دوحې ته ستون شي او له طالبانو سره به د سولې مذاکرات بیرته له سره پیل کړي.

 دا خبرپاڼه چې افغانستان ته د زلمي خلیلزاد له راتګ لږ وروسته خپره شوې په کې راغلي چې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي تر ځو له طالبانو سره په افغاني مذاکراتو او اوربند یا هم د تاوتریخوالي د راکمولو پر سر هوکړې ته ورسېږي.

 دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغلی او له ولسمشر غني وروسته یې له عبدالله عبدالله او نورو سیاستوالو سره لیدنې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *