هاشمي

د کابل پوهنتون، پښتو ژبه او ادب څانګې د دکتورا برنامې د دویمې دورې سکالرانو د لومړي ځل لپاره د ژبنۍ او ادبي څېړنې په نامه د مقالو هغه ټولګه چاپ کړه چې ډېره برخه به یې نوې خبرې لري.

دا ټولګه د ټولګي د لسو کسانو هر یو کره کتونکی، داستان لیکونکی او څېړونکی زرین انځور، پوهاند محمد ابراهیم همکار، پوهاند جمشید رشیدي، څېړنوال سید نظیم سیدي، پوهندوی یار محمد پکتین، پوهنمل رحیم الله زیرک، پوهنیار نورالله ښاد، پوهنیاره نازیه پتمن، پوهنیار حمیدالله عمرخېل او سید اصغر هاشمي د ټولګي سېمینارونه دي چې د ډاکتر مجاور احمد زیار، ډاکتر خلیل الله اورمړ، سرمحقق زلمی هېوادمل، پوهنوال بریالی باجوړی او پوهاند لال پاچا ازمون په لارښوونې لیکل شوې دي. د مقالو لویه برخه د حماسې په اړه څېړنیزې مقالې دي او د فرهنګ، شعر پوهنه، جغرافیوي ژبپوهنه او د ژبو تاریخي تحول په اړه مقالې دي.

دا اثر لاندې مقالې لري:

امین افغانپور او د نوي او زاړه داستاني نسل ترمنځ پل، د پښتو غزل په بشپړتيا کې د حمزه بابا ونډه، د ډاکتر مجروح او علامه اقبال په شعرونو کې د ځان پېژندنې پرتلیزه څېړنه، د پيرمحمد کاروان شاعري، د اجمل خټک هنري انفرادیت، فولکلوري ادب او د ماشوم، د ناملموس فرهنګي ميراث ساتنې اخلاقي اصول، د اوسمهالي پښتو ژباړو له امله پښتني فرهنګ ته اوښتي زیانونه، پر افغاني فرهنګ د رسنیو بدې اغېزې، ځانځاني ښامار لکه د اسطور ښار، د ملي هندارې دلي ــ شهو او ظريف خان ــ مابۍ ولسـي کيسو ته په حماسي نظر کتل، دارواښاد مصطفی جهاد ناول (د تخت غمي)، د آسیا په زړه کې طوفان که د میوندۍ ملالې حماسه؟، زبزبانه ښاپيرۍ د پښتو ژبې يوه لرغوني اسطوره،  د «سلطان» په حماسه کې انسان د انسان دوزخ دی، د ریدي‌خان مومند محمودنامه، د آدم خان او درخانۍ حماسه (تحلیلي کتنه)، په ادب کې د څېړنې او میتود ارزښت، 

پر پښتو ادب د انټرنيټ اغېز، د پښتو ژبې ناځنځيري؛ عروضي (سوپرا سيګمينټ Supra segment) فونيمونه او نور..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *