تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د جنګي جرمونو په نړیواله محکمه هاګ کې پر افغان خاوره د ترسره شویو جنایتونو د لومړنۍ استماعیه غونډې نن درېیمه ورځ ده.
دا غونډه د چهار شنبې په ورځ پيل شوه او د نن ورځې تر پایه به ختمه شي، چې د افغانستان د تېرو یوولسو کلونو جنګي جنایتونو دوسیې ورپکې د پلټنې لپاره پرانیستل شوې دي.
دا محکمه به نن پرېکړه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو، امریکايي ځواکونو او افغان ځواکونو د بشري سرغړونو په اړه څنګه پلټنې وکړي؟ ځکه محکمې ته تر اوسه ۸۲ کسان حاضر دي چې د شویو جنایتونو په اړه شاهدي ورکړي.
دا ۸۲ کسان د جنګي جرمونو قربانیان هم دي او مدافع وکیل یې فرګال ګینور وايي، دا ۸۲ نفر د افغانستان د بېلابېلو سیمو، قومونو او ژبو خلک دي چې شاهدي ورکولو ته یې حاضر کړي دي: (( دا ورځې په افغانستان کې د حساب ورکولو په برخه کې خورا تاریخي ورځې دي، جنګي جرمونه نه یوازې د قربانیانو لپاره لویه مسئله ده، بلکې د ټولو افغانانو لپاره مهمه مسئله ده.))
دا په داسې حال کې ده چې هاګ تېر کال هم په افغانستان کې د فاتو بن سودا په مرسته د جنګي جرمونو د څېړنې خبر ورکړی و، خو امریکا یې مخنیوی وکړ او دا کار یې غیر منصفانه وباله.
سپینې ماڼۍ هغه وخت د هاګ قاضیانو ته ګواښ وکړ که یې په افغانستان کې د دوی جنګي جرمونه وڅېړل بندیزونه به پرې ولګوي او امریکا دا کار د دې لپاره وکړ چې ویې ویل: (( موږ د هاګ نړیوالې محمکې غړیتوب نه لرو.))
دا په داسې حال کې ده چې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې تېر کال په افغانستان کې اعلان وکړ چې د جنایتونو قربانیان دې خپل اسناد دوی سره ثبت کړي چې له هغه وخته تر اوسه نږدې ۷۰۰ تنو هاګ یا نړیوالې محکمې ته د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو اړوند د جنګي جرمونو اسناد سپارلي دي.
ترڅو چی افغانان په خپل مینځ کی یووالی ته ژمن نشی او قوم ، سمت او ژبی په اساس د سیاسی قدرت د لاس ته راوړلو په خاطر هرځای ناستی کوی او د ولس غوښتنو او ملی ګټو په اړه ځان بی خبره وښایی نو ګمان کوم چی دلته به هره ورځ پاکستان ، برتانیه او امریکا ، روسیه به موږ وژنی مګر پوښتنی په څوک نلرو
ځکه دولت د جوړنوی لپاره نور ولایتونه خو څه کوی چی پایتخت اوسیدونکو هم رایه ونه کاروله نو بیا څنګه پداسی شرایط کی موږ ووایو چی افغانان ملی ګټو ته ژمن دی ځکه زیاترو نوماندان تر لسم پړاو د سولی خبرو په دوران کی ټاکنو اعتبار نه درلود او ټولو داسی فکر کاوو چی امریکا سولی ته ژمنه ده او دلته دی کړیدلی ولس ته سوله راولی مګر ټولو ولیده چی زموږ په سوله باندی څه ډول ریشخند وواهه چی ګټه یی پاکستان او قطر ته ورسیده ځکه قطر خپل کباب او شراب خرڅوی او موږ مرمیو او بمبار او انتحار باندی وژل شویو وروڼه او دوستان د خاوری لاندی کوو