تاند، شنبه، د قوس ۱۶مه: د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونوته ۱۴۵۰ داعشیان تسلیم شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې تاند ته یې استولې، په دغو ۱۴۵۰ داعشیانو کې یې ۴۱۳ تنه نارینه جنګیالي دي ا پاتې نور مېرمنې او ماشومان دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تسلیم شویو داعشیانو کې د پاکستانیانو په ګډون د نورو هېوادونو خلک هم شته چې همدا اوس یې ۸۸۸ تنه په ننګرهار کې تر جدي څارنې لاندې ساتل کېږي.
وزارت ادعا کړې چې په ننګرهار کې د داعش وسله والو پناه ځایونه له منځه وړل شوي او دا ډله په کې ماته شوې ده.