تاند، شنبه، د قوس ۱۶مه: د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځواکونو یې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د ملا میرحمزه په نوم د مشهور طالب قومندان دوه قرارګاوې له منځه وړې دي.

 ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا عملیات یې ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي چې په ترڅ کې یې ۶ طالبان وژل شوي او د دوه پاکستانیانو په ګډون یې ۵ تنه ترې ژوندي نیولي دي.

ملي امنیت د دغو دوه پاکستانیانو نومونه کلیم الله او بهاو الدین یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې په عملیاتو کې یې ۶۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۵ بمونه، یو میل تفنګچه، یوه ایکم مخابره او ګڼ د ماینونو جوړولو وسایل نیولي دي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو هلمند د هېواد ناامنه ولایت ګڼل کېږي چې وخت ناوخت په کې افغان ځواکونه د طالبانو پر مهمو مرکزونو شپني عملیات کوي.

څه موده وړاندې همدلته په هلمند کې افغان ځواکونو د القاعده شبکې د هند نیمې وچې لپاره مشر وواژه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *