تاند، شنبه، د قوس ۱۶مه: امریکا د خپلو نظامي ځواکونو یوه ډلګۍ چې په نیویارک کې مېشته ده، سږ کال ژمي کې افغانستان ته را  استوي.

د امریکا د ارمي ټایمز ویبپاڼې خبر ورکړی چې د فورټ ډرام اډې ځانګړي قطعه به سږني ژمي کې افغانستان ته واستول شي.

د راپور په حواله، د امریکا د ملي ګارد په نوم مشهور دا ځواکونه چې د امریکا د پوځونو دریم ډول او ۸۲مه قطعه ده، په افغانستان کې په ګڼو جنګي ماموریتونو کې برخه اخلي او سږ کال یې درې سرتېري هم په افغانستان کې وژل شوي دي.

 د دغې قطعې یو سرتېری په سپټمبر کې بګرام ته نږدې چاودنه کې ووژل شول، او دوه نور یې بیا په جولای کې په یو نفوذي برید کې ووژل شول.

 ارمي ټایمز وایي، د دغې قطعې په استولو به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر زیات نه شي، بلکې دوی به د وتلیو امریکايي پوځیانو ځای ناستي وي.

 دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو کې له ۱۴ زرو څخه ۸۶۰۰ تنو ته د خپلو ځواکونو راکمولو پریکړه کړې ده او طالبان هم ټینګار کوي چې که امریکا سوله کوي نو خپل ټول سرتېري باید وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *