تاند، شنبه، د قوس ۱۶مه: د کابل پولیسو یوه نجلۍ د موبایلونو د غلا په تور نیولې ده.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته تایید کړه چې نن سهار نهه بجې یوه نجلۍ د دویمې ناحیې اړوند د رابعه بلخي روغتون مخې ته د موبایل په غلا نیول شوې ده.
نوموړی وايي، دا لومړی ځل نه دی چې یوه نجلۍ د موبایلونو د غلا په تور نیول کېږي، بلکې تر دې وړاند هم ځینې ښځې نیول شوې دي چې د وسلې په زور یې له خلکو پيسې او موبایلونه غلا کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې وسله والې غلاوې زیاتې شوې دي او خلک له ماښام وروسته له کوره د وتلو پر مهال د وېرې احساس کوي.