تاند، شنبه، د قوس ۱۶مه: یوې مؤثقې طالب سرچینې تاند ته تایید کړه چې نن سهار لس بجې یې له زلمي خلیلزاد سره مذاکرات رسما بیا پیل کړي دي.

سرچینه وایي، زلمی خلیلزاد ور رسېدلی او دوی ورسره مذاکرات له همغه ځایه پیل کړي دي، چرته چې درول شوي وو.

بلخوا یوې امریکایي سرچینې هم اسوشیټیډ پریس ته منلې چې د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې د شنبې په ورځ بیا پیل شوې دي.

سرچینه وایي، غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې دي ، چیرې چې وسله وال طالبان سیاسي دفترونه لري.

د سرچینې په وینا ، دواړو لورو دا ځل د تاوتریخوالي کمولو ، اوربند او په نهایت کې د افغان – افغان سولې خبرو په اړه خبرې پیل کړې دي.

د دواړو لوریو مذاکرات د سپتمبر په ۹ مه د امریکا د ولسمشر لخوا ودرول شول، خو ښاغلي ټرمپ بګرام ته د تېرې اوونۍ په سفر کې وویل، دا مذاکرات به ژر پیل شي ځکه طالبان اوربند ته اماده دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *