تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: د اشرف غني په مشرۍ دولت ساز او د فرامرز تمنا په مشرۍ د تدبیر و توسعې ټاکنیزو ټیمونو یو تر بله ایتلاف وکړ.

دواړو ټیمونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دواړو لوریو د خپلې برنامې له مخې د افغانستان سولې او پراختیا ته کار غوښته او دې کار ته به اوس په ګډه دوام ورکوي.

 په اعلامیه کې راغلي چې دواړه ټیمونه په دې باور دي چې سوله، پراختیا، له بې وزلۍ سره مبارزه، سوکالي او د خلکو هوسا کول د یو کس او یوې ډلې کار نه دی بلکې دا دنده باید ګڼې ډلې او جریانونه په یو وخت درک او واخلي او په مشارکت مخته ولاړ شي.

دواړو ټیمونو پر خپلو پلویانو غږ کړی چې که څه هم پر وخت پایلې اعلان نه شوې خو دوی دې د ټاکنو قانوني پریکړو، اصولو ته درناوی وکړي.

دوی همدا راز د ټاکنو د پایلو ځنډ د بحران سبب بللي او ویلي یې دي چې د خلکو په اجتماعي او اقتصادي ژوند یې بدې اغېزې کړې دي، خو پر کمیسیون یې غږ کړی چې د ټاکنو پایلې دې ژر تر ژره اعلان کړي.

  تر دې وړاندې په ټاکنیزو کمپاینونو کې د نورالحق علومي، ابراهیم الکوزي، زلمي رسول، شیدا محمد ابدالي او د حنیف اتمر د ټیم د مخکښو غړو لخوا هم د دولت ساز له ټیم څخه ملاتړ اعلان شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *