تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ په دوحه کې بیا پیل شویو خبرو ته په اشاره وايي، له طالبانو سره به هر ډول هوکړه د کابل په همغږۍ ترسره کېږي.

د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال تاند ته وايي، امریکا منلې ده چې له طالبانو سره به داسې هوکړه نه کېږي چې د کابل سلا په کې شامله نه وي.

ښاغلی مینه پال زیاتوي، واشنګټن او کابل د سولې په شمول ګڼ مشترک اهداف سره لري او د مذاکراتو له پيل وړاندې دواړو لوریو په دې هوکړه کړې چې طالبان به تاوتریخوالی کموي و اوربند ته به لاره خلاصېږي.

 د مینه پال په وینا د امریکا حکومت کابل ته ډاډ ورکړی چې له دې وروسته به د افغان سولې په اړه هر اقدام د کابل په مشوره اخیستل کېږي.

 خو دا په داسې حال کې ده چې طالب سرچینې لا هم له افغان حکومت سره د اوربند خبره نه مني او وايي، چې له افغان حکومت سره مذاکراتو ته هم نه کېني، بلکې د اوربند خبره به له افغاني لوریو سره په مذاکراتو کې کېږي.

 تېره ورځ امریکا او طالبانو تایید کړه چې په قطر کې یې رسمي خبرې له همغه ځایه پیل شوې دي چېرته چې په ټپه درېدلې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *