تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، د میزان د ۶مې ټاکنې د افغانستان د تاریخ تر ټولو غوره ټاکنې وې او دوی به یې د پایلو په لړ کې د هیچا تر ګواښ او فشار لاندې رانه شي.

نوموړې نن ټاکنیز ډلګیو ته د ځواب ورکونې په یو علني کنفرانس کې وویل، د رایو د جمع بندۍ او بیا شمېرنې په برخه کې ځینو ټاکنیزو ټیمونه ناسم پوه شوي دي او باید چې د کار مخه یې خوشې کړای شي.

نوموړې یو وار بیا ویلي چې په ۲۷ ولایتونو کې یې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې او په ۷ ولایتونو کې د یو زرو ۳۷۸ محلونو رایې چې د ۵۸۷ محلونو رایې د شکایتونو کمېسیون ته استول شوې دي، له بیا شمېرنې پاتې دي.

 نوموړې له ټاکنیزو ډلو، بنسټونو او سیاسي رهبرانو وغوښتل چې د ټاکنو په پروسه کې یې مرسته وکړي، خو په وینا یې دوی خپله بې طرفي ساتي او د چا تر فشار لاندې نه راځي.

 دا ناسته به داسې حال کې جوړه شوې چې د ثبات او همپالنې ډلې په ۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې مخه نیولې او په ټوله کېد ۳۰۰ سوه زره رایو باطلېدل غواړي.

 خو کمیسیون وايي، دوی د رایو له بیا شمېرنې پرته په پټو سترګو درې سوه زره رایې باطلې نه شي اعلانولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *