تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: د افغانستان د باندنیو چارو وزارت وايي، سبا دوشنبه به د استانبول د اسیا زړه اتم کنفرانس د ولسمشر غني او رجب طیب ایردوګان لخوا پرانیستل شي.
د باندنیو چارو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې به د افغانستان سوله د بحث مهم ټکی وي ا د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لخوا ترسره شوې ژمنې په کې وارزول شي.
د باندنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد تاند ته په یو بیان کې وايي، په دې کنفرانس کې به د افغان سولې او په سیمه ییزه کچه د اقتصادي همکاریو د زیاتولو د لارو چارو تر څنګ له ترهګرۍ سره په مبارزه هم بحثونه وشي: (( دا کنفرانس به په یوه ګډه اعلامیه پای ته ورسېږي او ګډونوال هېوادونه به یې د افغانستان په اړه خپلې ژمنې تازه کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې نن د ارګ د وینا له مخې ولسمشر غني انقرې ته په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره رسېدلی دی او د غونډې په حاشیه کې به له یو شمېر مشرانو سره لیدنې کتنې وکړي او ورسره به د افغانستان په استازیتوب تړونونه هم لاسلیک کړي.
د اسیا زړه پروسه په ۲۰۱۱ کال کې ۶ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون پیل شوه تر څو د دغې پروسې د غړو هېوادونو تر منځ د اعتماد فضا رامنځته کړای شي.