هره ورځ ستړی ستومان کور ته را ګرځم؛ خو تر ننه پوه نهشوم، چې د کار لپاره ژوند کوم که د ژوند لپاره کار؟ په کوچنیوالي کې هر څوک همدا یوه پوښتنه کوي، چې لوی شې؛ څه به جوړېږې؟ په ځواب یې اوس پوه شوم، غواړم بېرته ماشوم شم!
ژونده! نور دې له نوکرۍ ستړی شوی یم. که مناسبه وي، نو حساب به سره وکړو. کله چې له ملګرو لرې شوم؛ نو په ستر حقیقت مې سر خلاص شو، ځان سره مې وې: موږ ټول څومره احمقان وو، خو د ژوند لنډمهاله خوند او مزې له

هغوی سره په یو ځای اوسېدو کې وې. په ډک جیب مې نړۍ وپېژنده او په خالي جیب مې ملګري. کله چې د پېسو په ګټلو لګیا شوم؛ نو پوه شوم، چې ذوق یواځې د مور او پلار په پیسو پوره کېږي او په خپلو پیسو مازې اړتیاوې.
که خندانه زړه ونلرې، نو هم به خاندې. که دې څوک وپوښتي چې څنګه یې؟ له خولې به دې ووځي، ښه په مزو کې یم. ملګرو! دا د ژوند ډرامه ده، موږ هر یو اړ یو، چې د دروغو تمثیل وکړو. په دې نړۍ کې اورلګیت ته اړتیا نشته، دلته خو انسان له انسان نه اور اخلي. د نړۍ پوهان د دې په لټه کې دي، چې معلومه کړي په مریخ کې ژوند کېدای شي او که نه؟ خو انسان د دې لټه نه کوي چې په ژوند کې خوند شته که نه؟
د خوب او مرګ په توپیر څنګه پوه شو؟ چا څه ښه ځواب ورکړی؛ خوب نیم مرګ دی او مرګ پوره خوب دی. ژوند په خپله خوښه روان دی او هیلې یې مازې جنازې اوچتوي. ماښام سهار شي، سهار ماښام شي، بس عمر دی تمام شي. څوک په ژړا ژړا زړه بایلي او څوک په خندا خندا زړه کې دردونه پټ کړي.
د قدرت کرامت ته ګوره! ژوندی انسان په اوبو کې لاهو شي او مړی بیا لکه د اوبو په سر لامبوزن غوټې وهي. بس ژوند د هادي په څېر دی، سفر هره ورځ وي، خو لوری مو معلوم نه وي.
د هر ځواب په لټه کې سرګردان وم؛ خو چې کله خپلې خونې ته راغلم، نو له هرې خوا هرې پوښتنې ځواب راکړ:
چت ویل: لوړ فکر کوه!
پکي ویل: هوسا او ارام اوسه!
ګړۍ ویل: هره دقیقه قیمتي ده!
آئینې ویل: له څه کولو وړاندې ښه فکر وکړه!
کړکۍ وویل: نړۍ وګوره!
کلیز ویل: اوسمهاله (اپډیټ) اوسه!
ور ویل: خپل منزل ته د رسېدو لپاره پوره زور ووهه!
کرښې هم عجیبه کانې کوي:
که په تندي راکښل شي؛ نو نصیبونه جوړ کړي.
که په ځمکې راکښل شي؛ نو پولې جوړې کړي.
که په پوستکي راکښل شي؛ نو د وینو چینې راوبهوي.
او که د خپلوۍ په پیوند کې راکښل شي؛ نو دېوال جوړ شي.
یوه افغانۍ یو لک افغانۍ نه شي کېدای، خو که له یو لک نه یو لرې شي؛ نو بیا هغه یو لک هم نشي پاتې کېدای. موږ تاسو په لکهاوو ملګرو کې هماغه یوه افغانۍ یو؛ نو د ځان په ارزښت پوه او پام درسره بویه! نور هر څه هسې دروغ، حوس او دوکه ده.
د ژوندون په مزل کې د ارمان دې تجربې ته ځان مه برابروه:
چې بیا ژوندی شمه کامیاب به یمه
لومړی ژوندون و، تجربه مې نه وه
(اتل)