تاند- په کابل کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې په هیواد کې د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره یې یو پلاوی اسلام اباد ته لېږلی چې د طالبانو له پخواني مرستیال ملا برادر سره وویني.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سولې دعالي شورا یوه غړي محمد انور اسحاقزي وویل چې د سولې د عالي شورا غړي نن پاکستان ته ورسېدل څو له پاکستاني چارواکو او ملا عبدالغني برادر سره وویني.
ده ونه ویل چې پلاوي تراوسه پوري له ملابرادر سره کتلي او که نه دي.
په همدې حال کې پاکستاني چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی پاکستان ته وررسېدلی. دغو چارواکو، چې د رویټرز په وینا نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، دا هم وویل چې د سولې د عالي شورا په پلاوی کې د افغانستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم شامل دي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی له ملا عبدالغني برادر سره د خبرو لپاره وروسته له دې پاکستان ته سفر کوي چې تېره میاشت په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو په درې اړخیزه سرمشریزه کې په دې جوړجاړی وشو چې افغان پلاوی له ملا عبدالغني برادر سره وویني.
پاکستان د سپټمبر په میاشت کې ادعا وکړه چې ملابرادر یې خوشي کړی دی خو تراوسه پوري حتي د نوموړي د کورنۍ غړیو هم نه دی لیدلی.
افغان طالبانو ویلي چې ملابرادر لا هم بندي دی.
د افغانستان حکومت له ۲۰۱۰ څخه، چې ملا برادر په کراچۍ کې ونیول شو، د نوموړي د خلاصون غوښتنې کوي.