تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: د ولسمشرۍ له نوماندۍ څخه منصرف شوي سیاستوال حنیف اتمر دسولې د مذاکراتو د بیا پیل په اړه هیله مندي ښودلې ده.
د ښاغلي اتمر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سوله د افغانانو ملي او اساسي اړتیا ده او د افغانستان خلک د باعزته او سرتاسري سولې هیله لري او د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکذاتو بیا پيلیدو هرکلی کوي.
ښاغلي اتمر ټینګار کړی چې د رښتوني سولې د ټینګښت په موخه باید ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي: ((پرته له بین الافغاني مذاکراتو د سولې خبرې نیمګړي دي ځکه چې د سولې هر ډول توافق باید د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې په وجود راشي.))
حنیف اتمر په داسې حال کې بیا راڅرګند شوی دی چې د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې یې د ټیم تر پاشل کېدو وروسته دی پخپله ایټالیا ته ولاړ او داسې اټکل کېده چې نوموړی به بیا سیاست ته راښکاره نه شي.