تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: د افغانستان د باندنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګي استازي مارکاس پوتزل سره د هېواد په مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا تاند ته په دې اړه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د خپلو هېوادونو د ملي ګټو په خوندیتوب او همکاریو بحث کړی دی.
خبرپاڼه وايي، د سولې مذاکرات او خبرې اترې د دغې لیدنې مهم ټکي وو، چې په ترڅ کې يې ښاغلي پوتزل د افغان دولت او له سولې پروسې څخه د جرمني د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې که جرمني تل د افغانانو په رهبرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي مارکاس پوتزل او د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي تر دې وړاندې په دوحه کې له ملا برادر سره هم کتلي وو.
جرمني هڅه کوي د افغانستان د خبرو کوربه توب په خپله غاړه واخلي او دواړو لوریو ته د افغاني ډیالوګ د مخته بیولو اسانتیاوې برابرې کړي.
داسی خبری رسانی کله کله کوی چی امکان لری بین الافغانی ناسته چی چین هیواد کی کیدله ځای او مکان تغیر کړی نو زیات خلک داسی ګمان کوم چی جرمنی دا ځلی د دوهم بن کنفرانس په جوړولو باندی کار کوی چی لومړی بن کنفرانس کی یی ټول واک او قدرت د ګلمرجان ډلی ته ورکړی وو او په تیر بن کنفرانس کی حکمتیار او طالبان له صحنی ایستلی وو چی په هغه دوره کی څومره ډالر چی ۱۸ کالو کی راغلل بی لدی چی ولس ته حساب ورکړی لا تر اوسه یی د مصرف او عامه تاسیساتو په جوړلو کی لکه بند، فابریکه او معادن په استخراج کی ترینه ګټه نده اخیستل شوی بلکه تنها خارجیانو په تیره بیا امریکایانو او برتانیویانو پی آر ټی په نوم د دولتی چوکات سره موازی اداری جوړی کړی چی دا په خپله یوډول مداخله ده بلکه زیاتره جنګی او مافیایی کسان یی ورباندی چاغ کړل لکه پارلمان اوسنی مشر چی یو وخت بګرام کی قرارداد درلود او داسی نور د پارلمان او مافیایی کسانو مشران چی اوس دولت د مخکینو امتیازاتو له لاسه ورکولو له وجهی دولت ته چلنج ورکوی
او ددی ټول مسول امریکایان دی چی ددی پرځای چی جنګی افراد او چارواکی محاکمه کړی او دوی د داخلی جنګونو په اړه پلټنه وکړی او محاکمی ته کش کړی دوی ته یی لا زیات مالی او سیاسی امتیازات ورکړل چی دا لدی ولس سره جفا او افغانستان فعلی واکمن دولت په داخلی چارو کی لاس وهنه ده