تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸ مه: په افغانستان کې د جاپان سفیر د ناکامورا په یاد غونډې ته ویلي چې هېواد به یې په افغانستان کې د ناکامورا له خوا پیل شوې پروژې بشپړې کړي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر سفیر «میتسو جي سوزاکا» د ناکامورا په یاد په کابل کې د ملي ثبات ټولنې له خوا رابللې غونډې ته په خبرو کې د ناکامورا وژل کېدل ستره ضایعه وبلله او زیاته یې کړخ ناکامورا له خلکو سره ښې اړیکې پاللې او جاپان هېواد به د هغه د فکر له مخې د هغه له خوا پیل شوې پروژې بشپړې کړي.

د ملي ثبات ټولنې مشر او په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار ضیاءالحق امرخېل په نننۍ ناسته کې د کرنې په برخه کې د ناکامورا کړنې چې په ننګرهار او کونړ کې یې ترسره کړې، مهمې وبللې: ((که دښمن ناکامورا په فزیکي شکل را څخه واخیست، خو د افغانانو له زړونو یې څوک نه شي ایستلی، هغه د افغانانو اتل دی.))

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ملک قیس نوراغا ملکزي هم په دغه ناسته کې خبرې وکړې او د افغانستان له حکومت نه یې وغوښتل چې د ناکامورا او د هغه د ملګرو قاتلان و نیسی او سزا ورکړي.

ډاکتر تیتسو ناکامورا د (پي ‌اېم ‌سي) جاپانۍ خیریه موسسې مشر د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۳مه له خپلو پنځو افغان همکارانو سره په ننګرهار کې ووژل شو خو چارواکي وایي د هغه د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي دي.

ناکامورا له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د افغانستان په ختیځ کې د کرنې په برخه کې ډېرې پروژې پلې کړې او پر ځینو یې اوس هم کار روان دی.

One thought on “جاپان په ننګرهار کې د ناکامورا نيمګړې پروژې بشپړوي”
  1. i hope all afghans special nangarharyaan brothers;protect and keep the security of engineers/doctors/judges from terrorists;
    think; one educated engineer/doctor/judge or journalist spends 1/3 of his life&money on EDUCATION.
    but PAKISTANI TERRORISTS OR SOLDOUT KILL HIM EASSY.
    IF WE CAN NOT PROTECT OUR PROFESSIONAL MEMBERS/WE CAN NOT BUILD OUR COUNTRY.
    PLEASE GIVE HANDS TOGETHER AND KEEP SECURITY OF OUR PROFESSIONAL PEOPLES.

    ALWAYS BE UNITED AFGHANS

ځواب دلته پرېږدئ