تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د اسیا زړه – استانبول پروسې اتم کنفرانس په څنګ کې د سولې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړې.

 په دې کتنه کې ولسمشر غني د سولې اووه ماده ییز پلان ته په اشارې وویل، سوله د حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده، خو په وینا یې چې د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې دی چې پایله یې په واقعي مانا د جنګ پایته رسېدل او تلپاتې سوله وي.

مېرمن الیس ویلز بیا وویل، د امریکا متحدایالتونه د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ دي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دي.

په دې کتنه کې ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي او د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو رول ارزښتناک وباله.

هغه زیاته کړه، افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هیوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی.

One thought on “ولسمشر غني او الیس ویلز پر افغان سوله سره غږېدلي دي”
  1. امریکا په افغانستان کی متزلزله سیاست مخی ته وړی کله د دولت په طرفداری خبری کوی کله طالب چارواکو یعنی د قطر طالبانو ته دومره وخت او صلاحیت ورکړی چی فکر به وکړی سر له سبا دا نظام چپه کیږی او طالبان سبا یا بل سبا کابل ته راننوځی مګر چی کال یا میاشت تیره شی بیا یو حادثه په امریکایانو وشی د سولی پروسه کی به ځنډ او خنډ را مینځ ته کړی
    بله دا چی امریکا له افغانستان نظامیان نه باسی هغه ځکه چی دی خاوری ته راتګ لپاره یی د پاکستان په مرسته او جنګی ډلو په لاس یی ۴۰ کلن نظام ړنګ او ټول ښایسته کابل یی په کنډواله بدل کړ مګر نن همغه جنګی ډلی ددی ۱۸ کالو په ډالرو ماړه نشول د نورو دورو لپاره په دولت کی ځای غواړی مګر اوس امریکا غواړی چی ګلبدین په شان د قطر میشتی طالب چارواکی په نظام کی ګډ کړی او نظامی کسان یی یو پر بل پسی ووژنی لکه چی دا لړی یی روانه کړی او پدی روان کال کی زیات د نظامی مشرانو وژنو راپورونه مو واوریدل او پاتی شو هغه کسان چی نوی طالب سره جذب شوی د هغوی لپاره یی د داعش ډله رامینځ کړی چی د هغوی لیکو ته ورشی او ایغور د جنګی ډلو او یا ترکستانی جنګی ډلو په ملتیا په چین او روسیی حملی وکړی
    کیدای شی چی اوس په کشمیر کی کوم جنجال روان دی امریکا خپل نظامی ځای هلته د چین پر ضد انتقال کړی او له همغه ځای افغانستان، پاکستان چین او هند تر نظر لاندی ونیسی
    همدارنګه یی د ایران پر ضد عراق کی ځان ځای پر ځای کړی او کوښښ کوی چی روسیی لپاره هم همداسی یو هیواد پیدا کړی چی په وخت ضرورت کی ترینه ګټه واخلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *