تاند، سه شنبه، د قوس ۱۹مه: د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د توغندیو د لګېدو پېښه کې لږ تر لږه ۴ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۰ پولیس او پوځیان ژوبل دي.
د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې که پېښه تېر ماښام د پوځ د کنډک د نوي قومندان د معرفۍ د مراسمو پر مهال شوې ده.
ښاغلي مرادي وویل، وسله والو ۵ توغندي پر امنیه قومندانۍ ویشتلي دي.
خو د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني بیا تاند ته یوازې د دوه توغندیو لګېدل تایید کړل: (( لومړی توغندی پر قومندانۍ لګېدلی خو بل یې د ولسوالۍ بازار د نجارانو کوڅه کې پریوتی دی. لومړي تواندي ۲۰ نظامیان سطحي ژوبل کړي دي او بل توغندي یو ملکي وژلی او درې نور ژوبل دي.))
طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي تېر ماښام یې په توغندیزو بریدونو کې د چهاردرې ولسوالۍ امیه قومنداني په نښه کړې وه چې په ترڅ کې یې ۲۲ نظامیان ژوبل شوي دي.