عبدالمنان توحیدیار
په ننګرهار کې د جاپان الاصله افغان ډاکټر ناکامورا له ترور کولو وروسته افغانانو په پراخو غبرګونونو سره وښوده چې افغانان د هر هغه چا په درد درد من دي چې د افغانستان لپاره کار کوي او بیا رغونه ترسره کوي.
ډاکټر ناکامورا سره د بشرپالنې مینه وه، هغه دا درک کړې وه چې افغانان تر بل هر چا بشر دوستۍ ته اړتیا لري او افغانان له هر هغه چا سره مینه کوي چې بشرپال وي.
ناکامورا په ژوندني، یانې د ژوند پنځلس کاله په افغانستان کې دا مینه ترلاسه کړې وه، خلکو مینه ورکړې وه، لکه د خپل ورور یې باله، ځکه خو یې له ډيرې مینې کاکا مراد یادو.
کاکا مراد له افغانانو او عامو خلکو سره بیخي د یو عادي کس په څېر کار کو، په داسې حال کې چې هغه یو متخصص ډاکټر و او بشرپالنې اړ کړی و چې د جاپان ارام ژوند پریږدي او افغانانو ته خدمت وکړي.
تاسو ولیدل چې بیلابیلو ولایتونو کې د کاکا مراد په یاد شمعې بلې شوې، خلکو پراخ غبرګونونه وښودل، اوښکې یې توی کړې، پر دښمن یې لعنت وویل، تر دې چې جاپان خلک او حکومت څخه یې د ناکامورا غم هیر کړ.
افغانانو دومره غمشریکې له خپل وطنوال سره نه وه کړې، له کاکا مراد سره یې چې وکړه، لامل دا و چې افغانان د ابادۍ له هر اتل سره مینه لري، کاکامراد د بیا رغونې اتل و او د خلکو ارمانونه یې پوره کړي و.
د مالوماتو له مخې د کاکا مراد له بیارغونې او خدمتونو څخه یو میلیون خلک مستقیم برخمن شوي او غیرې مستقیم ترې هم خلک ګټه اخلي.
کاکا مراد اساسي کارونه کړي چې نسلونه نسلونه به ترې ګټه اخلي.
د ناکامورا په تړاو ویل کیږي چې هغه لومړی د ډاکټر په صفت افغانستان ته راغی چې دلته افغان ماشومانو درمنله وکړی، خو کله یې چې ولیدل چې ماشومان اکثرا په خوارځواکۍ اخته دي او زیات شمېر یې مړه کیدل نو د اساسي حل په لټه کې شو.
کاکا مراد و انګیرله چې د سیمې خلکو ته اوبه پیدا او زراعت یې پراختیا پيدا کړي، ماشومان به یې له خوارځواکۍ وژغورل شي او هیڅ ضرورت به نه وي چې ډاکټر او یا روغتون ته یوړل شي.
همداسې وشو، کاکا مراد کلونه زحمت وویست، له کونړي سیند یې اوبه راپورته کړې او دښتې یې پرې ابادې کړې.
خو نامرده دښمن دا د بیا رغونې اتل راڅخه واخیست او پر افغانانو یې پيرزو نه وه چې د کاکا مراد په څیر زحمت کشه انسان د افغانانو په درد دوا شي.
د ناکامورا ترور او له دې نړۍ رخصتیدو خلکو ته یو پيغام ورکړ چې افغانان د بل وطن خلک هم ستایي چې خدمت ورته وکړي او خپل ورور هم غندي چې خیانت وکړي.