۱۳۹۸/۹/۱۸
چارواکي وايي،په ننګرهار ولایت کې د ستروسو په ګډون ۲۱۳ نوعه مېوه جات یې حاصلات ورکوي .
د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، په دې ولایت کې د ۶۶ ستروسو په ګډون ۲۱۳ نوعه مېوه جات یې حاصلات ورکوي چې له ستروسو څخه هر کال لس زره میټریک ټنه حاصلات تر لاسه کیږي .مسؤلینو یادې څرګندونې د لیندۍ په ۱۸مه ولایت مقام کې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې په جوړ شوي د ستروسو یو ورځني نندارتون کې وکړې .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل وویل، په دې ولایت کې ۲۱۳ نوعه د مېوه جاتو حاصلات لري چې په کې ۶۶ د ستروسو،۷۹ د انارو،۲۴ د املوکو،۶ د خرما،۱۶ د انځرو،لس د زیتونو او ۱۲ د الوکاټو ډولونه شامل دي چې له ستروسو څخه لس زره میټریک ټنه حاصلات تر لاسه کوي .هغه زیاته کړه، اوس مهال افغانستان ۲ سوه زره میټریک ټنه د ستروسو حاصلاتو ته اړتیا لري چې دوی د کانال ،کرنې او مالدارۍ ادارو او خصوصي سکتور په مرسته کار کوي چې خپلو حاصلاتو کې زیاتوالی راولي .
د ښاغلي میاخېل په وینا یو مهال د دې ولایت ستروس بهرنیو هېوادونو ته صادریدل خو څلوېښت کلنې جګړې یې ټول باغونه تخریب کړل، چې وروستیو کالونو کې یو ځل بیا ورته پاملرنه زیاته شوي،ترڅو تولیدات او پروسس یې زیات او په ملي او نړیوال کچه ورته د بازار موندنې زمینه برابره کړي .
د ننګرهار ولايت کرنې سرپرست رئيس ضمیر بهسودي وويل، چې په لس زره جريبه ځمکه يې د ستروسو باغونه جوړ کړي او سږ کال یې ترې ۵۲۶۱ ميټريک ټُنه حاصلات تر لاسه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه،په دې نندارتون کې يې د ستروسو د ۵۴ بهرنیو په ګډون شپږ شپيته نوعه نندارې ته ايښي و او موخه یې په ولایتي کچه د خپلو تولیداتو څخه مسؤلین او خلک خبرول دي،همدا راز یې زیاته کړه، د دې ولايت يو شمېر ولسواليو کې به په راتلوونکي کال کې په زرګونه جريبه ځمکه باندې د ستروسو، شفتالو او زردالو نوي باغونه جوړ کړي .
د ننګرهار وادې کرنيز شرکت رئیس پرويز علي وويل، چې سږکال په دې ولايت کې د باغدارۍ په برخه کې تاریخي پرمختګ شوی او زياته يې کړه، چې د کانال اړوند ستروسو باغونو دوه سوه ټنه حاصلات ورکړي .
نوموړي وويل، چې د ستروسو سږني حاصلاتو څخه پنځه ويشت میليونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي، چې تېر کال د عوايدو کچه يواځې يو ميليون افغانۍ وه، هغه د باغدارۍ په برخه کې دا بيساری پرمختګ د امنيت ښه والی، د ولسونو همکاري او د ضايعاتو مخنيوی ياد کړ.
کانال رئيس همدا راز وويل، چې سږکال په پلان کې لري ترڅو په دې ولايت کې د ستروسو، زيتونو او زينتي بوټو يو ميليون نيالګي کينوي.
۱۸/۹/۱۳۹۸
چارواکي وایي، د ډاکټر ناکامورا د قتل په تړاو دوه کسان نيول شوي
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ډاکټر ناکامورا د ترور د پېښې څېړلو په موخه له مرکز څخه تخنيکي ټيم راغلی او دغه راز په ياده قضيه کې د لاس لرلو په تور دوه کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې د لېندۍ په ۱۸مه يې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې دا څرګندونې وکړې.
هغه وويل، د ډاکټر ناکامورا د مړينې په اړه ولايتي ادارې په مشرۍ ګډو امنيتي ځواکونو هلې ځلې ګړندۍ کړي او له مرکز نه هم تخنيکي ټيم د مرستې په موخه دې ولایت ته را رسیدلی دی.
دی زياتوي: ((د ناکامورا د موضوع په تړاو باندې تخنيکي ټيمونه له مرکز څخه راغلي دي، هغوی خپل شواهد لاسته راوړي، زموږ له امنيتي او دفاعي قوتونو سره يو ځای کار کوي تر څو قاتلين ونيول شي او په خپله سزا باندې ورسول شي.))
بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان محمد ايمل نيازي وويل، چې د ناکامورا د قتل په تړاو د پوليسو له لورې دوه کسان نيول شوي دي چې ياد کسان تر تحقيق لاندې دي او همدا راز یې د نیول شویو کسانو له کورونو څخه وسلې، نظامي تجهيزات او يونيفورم هم تر لاسه کړي دي.
هغه ډاډ ورکړ چې د دغې قضيې د لا څېړلو په موخه هلې ځلې روانې دي چې بشپړ معلومات به يې وروسته له رسنيو سره شريک شي.
په یاد کنفرانس کې قومي مشر فيض الله عمر وویل، د ناکامورا ترور د دې ولایت د مسؤلینو د بدنامۍ لپاره د دسیسې ترڅنګ د اوبو د مهارولو ستر لامل وو او هیله یې وښوده چې د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولایت مسؤلینو د مرواريد کانال او کوز کونړ پارک د ډاکټر ناکامورا په نوم تصویب کړل .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل وویل، ډاکټر ناکامورا د اوبو د مهارولو او ابادۍ اتل وو او لازمه ده چې د تل پاتې نوم ساتلو په موخه یې د مروارید کانال او د کوز کونړ پارک چې د نوموړي له لورې شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې په ۱۲ سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی،ونومول شي چې د مسؤلینو له لورې هم یاده پرېکړه تصویب او د منظورۍ په موخه مرکز ته واستول شوه .
په ورته وخت کې د یو شمیر ځوانانو له لورې د جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي ته څېرمه په امنیتي دیوالونو باندې د ډاکټر ناکامورا انځور رسم شو چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ترې د لیدنې پر مهال د رسامي کوونکو ځوانانو څخه مننه وکړه .
۱۳۹۸/۹/۱۷
چارواکي واييٍ، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو په تېرو دوو اونیو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۹۹ تنه نیولي دي .
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایي،تروریزم او نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېرو دوو اونیو کې د بېلابېلو قضیو په تړاو ۹۹ تنه نیولي دي .
د پولیسو لاسته راوړنې او یو شمیر نیول شوي کسان د لیندۍ په ۱۸مه د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال په امنیه قوماندانۍ کې رسنیو ته وښودل شول .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل،د امنیه قوماندانۍ پولیسو په تېرو دوو اونیو کې ۹۹ تنه د انسان تښتوونې،قاچاق،کورني تاوتریخوالي،قتل،غلا،نشه یې توکو،وسله والو مخالفینو سره د اړیکو او یو شمیر نورو قضیو په تړوا نیولي دي .
هغه زیاته کړه،په یاده موده کې پولیسو له نورو ځواکونو سره په ګډه او مستقل په شینوارو،کوټ،شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو او د جلال اباد ښار په یو شمیر سیمو کې ۳۴ عملیاتونه ترسره کړي چې پر مهال یې ۹۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړوا نیول شوي،۳۲ وسله وال مخالفین یې وژلي او ۹۷۵ کیلو ګرامه نشه یې توکې یې هم تر لاسه کړي دي .ښاغلي میاخېل د امنیه قوماندانۍ د وروستیو لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ښې همغږۍ او هڅو له امله ورځ تر بلې په امنیتي ساحه کې پراخوالی رامنځته او لاسته راوړنې زیاتیږي .
د ننګرهار امنیه قوماندان ایمل نیازي وویل، په نیول شویو کسانو کې ۱۱ تنه د انسان تښتوونې،یو تن د قتل، یو تن د جنسي تیري،درې تنه پر یو کور د برید،۱۳ تنه د نورو د ټپي کولو،۸ تنه په پردیو توکو د دعوې،۵ نفره د کورني تاوتریخوالي،۴ نفره د غلا،دوه تنه تښتیدلي بندیان،۶ تنه د مبایلو او درملو د قاچاق،یو تن د بې کیفیته شامپو جوړولو او یو شمیر نورو قضیو اړوند شامل دي .هغه زیاته کړه، ۲۱ تنه په بېلابېلو سیمو کې د ۹۷۵ کیلو ګرامه نشه یې توکو، ۲۱ تنه د وسله والو مخالفینو او وسله وال فعالیت په تور نیولي چې په کې ۱۳ تنه داعش له ۱۳ میله وسلو سره یو ځای ۲ تنه غیري مسؤله وسله وال، دوه تنه په قاچاقي ډول د بهرنیو اسعارو د لیږدو او درې تنه یې د مخالفینو سره د اړیکو په تور په نیول شویو کسانو کې شامل دي .
د قوماندان په وینا پولیسو په یاده موده کې له نورو ځواکونو سره یو ځای د مخالفینو یو مرکز،د مهماتو درې ډیپوګانې،د ځآنمرګی برید لپاره چمتو شوی واسکټ،۲ سوه فیره بېلابېلې مرمۍ او یو شمیر نور مهمات تر لاسه او لمنځه وړي دي .
په همدې حال کې قومي مشر ملک فیض الله عمر د امنیه قوماندانۍ د وروستیو لاسته راړونو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې اتیا سلنه امنیتي وضعیت د اوسنۍ رهبرۍ په شتون سره ښه شوی او له همدې امله یې د ننګرهار والي،امنیه قوماندان او نورو مسؤلینو څخه مننه وکړه .
د یادونې وړده چې په وروستیو کې امنیتي ځواکونو د ګڼ شمیر پېښو مخنیوی کړی او په بېلابېلو برخو کې پراخه لاسته راوړنې لري .
۱۳۹۸/۹/۱۸
د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولایت مسؤلینو د مرواريد کانال او کوز کونړ پارک د ډاکټر ناکامورا په نوم تصویب کړل .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د دې ولایت اداري مجلس په غونډه کې د دې ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې مرورید کانال او په ۱۲ سوه جریبه سیمه کې جوړ شوی پارک د ډاکټر ناکاموار په نوم نومول تصویب شول .
مسؤلینو یاد تصویب د لیندۍ په ۱۸ ولایت مقام کې د دې ولایت په اداري مجلس غونډه کې وکړ او د ناکامورا په مړینه یې د خواشینۍ ترڅنګ د هغه سره د شهیدو سرتېرو او موټر چلوونکي ته د فاتحې او د ټولو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل وویل، ډاکټر ناکامورا د اوبو د مهارولو او ابادۍ اتل وو او لازمه ده چې د تل پاتې نوم ساتلو په موخه یې د مروارید کانال او د کوز کونړ پارک چې د نوموړي له لورې شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې په ۱۲ سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی،ونومول شي چې د مسؤلینو له لورې هم یاده پرېکړه تصویب او د منظورۍ په موخه مرکز ته واستول شوه .
په دې غونډه کې همدا راز د افغانیو د رواجولو په موخه هم اړونده مسؤلینو ته جدي لارښوونه وشوې،پرېکړه وشوه چې د سړک غاړې د اسعارو د تبادلې بکسې به ټولې،د بېلابېلو توکو ترڅنګ به د کرایه نرخنامې ترتیب او د افغانیو د رواجولو په برخه کې به جدي اقدامات پیل شي .د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په تېره اونۍ کې په جلال اباد ښار کې د ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د کار موندنې پروژې د پیل کېدو او د داخلي بې ځآیه شویو کورنیو سره د نږدې ۷۶ میلیونه افغانیو په پیل شوي مرسته یې خوښي وښوده .د اداري مجلس په غونډه کې په یو شمیر نورو موضوعاتو هم مسؤلینو بحثونه او پرېکړې وکړې .
/۹/۱۳۹۸
د ننګرهار والي په مشرۍ په امنیتي،پرمختیایي او حکومتدارۍ برخه کې د ولایتي ادارې د ترسره شویو کړنو څخه ستاینه وشوه .
په ننګرهار د ډاکټرانو اتحادیې غړو د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل سره د لیدنې پر مهال په وروستیو کې د یو شمیر انسان تښتوونکو د نیولو، امنیتي ساحې د پراخوالې،د ۶ سوه بستریز روغتون د چارو د ګړندیتوب په ګډون د وروستیو پرمختیایي پرمختګونو،د داعشیانو د ماتې او یو شمیر نورو لاسته راوړنو له امله د ولایتي ادارې د کړنو څخه ستاینه وکړه .
د ډاکترانو اتحادې مشر ايمل ذکي په مشرۍ یادو روغتیا پالو د افغانیو په رواجولو او نورو چارو کې د ولایتي ادارې څخه بشبړ ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې پخپلو ورځنيو چارو کې به له افغاني بانک نوټونو څخه کار واخلي او همدا راز يې په يو شمېر برخو کې وړانديزونه هم وکړل.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د روغتیا پالو څخه مننه وکړه چې هر مهال یې د ستونزو او سالمو نیوکو شریکولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د ولایتي ادارې کړنې وستایلې او هیله یې وښوده چې د خلکو په همکارۍ او د ملکي او نظامي منسوبینو په هڅو به دې ولایت کې شته ستونزو ته د پای ټکی کیږدي .نوموړي د افغانیو په رواجولو کې هم د روغتیا پالو ونډه مهمه یاده وکړه او د دوی د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۸/۹/۱۳۹۸
د ولايت مرستیالې په مشرۍ د غصب مخنيوي کمیسون ناسته وشوه
ننګرهار ولايت مرستیالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د غصب مخنيوي کميسون غړو ناسته وکړه، چې په ترڅ کې يې د غصب اړوند يو شمېر قضيې وڅېړل شوې.
د دې ناستې په ترڅ کې د نورو قضيو ترڅنګ بحر اباد سيمه کې د ښوونکو ښارګوټي اړوند غصب شويو ځمکو موضوع هم وڅېړل شوه.
د ولايت مرستيالې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د غصب قضيو په څېړنې، غصب مخنيوي او په اړونده برخه کې د نورو موضوعاتو په اړه پر وخت د قانون له مخې اجرات ترسره کړي.
۱۸/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې سل مېرمنو ته تاوتريخوالي مخنيوي په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار مېرمنو بڼ کې د بېلابېلو سيمو سل مېرمنو ته د تاوتريخوالي مخنيوي په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د دې ولايت ښځو چارو رئيسه فتانه عزيز وايي، چې له تېرې يوې اوونۍ ې ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي کمپاين پيل کړی، چې په ترڅ کې يې لسګونه قشرونو ته په ياده برخه کې پوهاوی ورکړی.
نوموړې وويل، چې نن يې د بېلابېلو سيمو سل تنو مېرمنو ته په کورنيو کې ښځو سره د چلند او تاوتريخوالي مخنيوي په موخه پوهاوی ورکړ، چې دوی به دغه معلومات په خپلو سيمو کې نورو مېرمنو او د کورنيو غړو سره شريک کړي.
۱۸/۹/۱۳۹۸
بهسودو ولسوالۍ کې يو بېز او دوه امنيتي پوستې جوړيږي
ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ سيمه کې افغان امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات تر سره کړي او د سيمې ډاډمن امنيت په موخه په کې د يو لوی بيز او دوو پوستو جوړولو چارې پیل کيږي.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو منسوبينو د معلوماتو له مخې په ياده سیمه کې يو لوی بېز او دوه پوستې جوړوي ترڅو د شاوخوا سیمو امنيت ټينګښت کې لا ښه والی رامنځته شي.
بل لور ته په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم امنيتي مسئولينو د لسګونه نويو پوستو جوړولو په موخه سروې کړې، چې ډېر ژر به يې د جوړونې چارې پيل شي
۱۸/۹/۱۳۹۸
روداتو ولسوالۍ کې پنځوس جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه شوه
ننګرهار ولايت روداتو ولسوال سید علي اکبر سادات د یو شمېر مسئولينو په ملتيا د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځوس جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه کړه.
ولسوال وايي، چې ډېر ژر به د يادې ځمکې غاصبين ونيول شي او د قانوني اجراتو په وخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.
۱۸/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې ۴۶۷۵ فيره د درنو وسلو مرمۍ او چاوديدونکي توکي ترلاسه شول
ننګرهار ولایت پچير اګام ولسوالۍ اړوند مدو پچير سيمه کې د ملي امنيت منسوبينو د وسله والو طالبانو له يو پټنځای څخه ۴۶۷۵ وسلې او چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل.
د معلوماتو له مخې په دغه مرميو او چاوديدونکو توکو کې ۳۳۱۵ فيره د دهشکې مرمۍ، ۱۳۶۰ فيره د زيکويک مرمۍ، څلور کيلو باروت، پنځه د راکټ مرمۍ، دوه فيره د هاوان مرمۍ او يو ماين ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو له دغه مهماتو څخه په ګټې اخیستنې په سيمه کې تخريبي کړنې تر سره کولې، چې په ترلاسه کېدو سره يې د ګڼو پېښو مخنيوی وشي.
۱۸/۹/۱۳۹۸
جاپان په ننګرهار کې د ډاکتر ناکامورا نيمګړې پروژې بشپړوي
په افغانستان کې د جاپان سفیر د ناکامورا په یاد د ملي ثبات ټولنې له خوا په کابل کې رابلل شوې غونډې ته وویل چې هېواد به یې په افغانستان کې د ناکامورا له خوا پیل شوې پروژې بشپړې کړي.
ډاکتر تیتسو ناکامورا د (پي اېم سي) جاپانۍ خیریه موسسې مشر د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۳مه له خپلو پنځو افغان همکارانو سره په ننګرهار کې ووژل شو.د هغه د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي دي.هغه له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د افغانستان په ختیځ کې د کرنې په برخه کې ډېرې پروژې پلې کړې او پر ځینو یې اوس هم کار روان دی.په افغانستان کې د جاپان سفیر سفیر «میتسو جي سوزاکا» د ناکامورا په یاد په کابل کې د ملي ثبات ټولنې له خوا رابللې غونډې ته په خبرو کې د ناکامورا وژل کېدل ستره ضایعه وبلله.دی وايي، ناکامورا له خلکو سره ښې اړیکې پاللې او جاپان هېواد به د هغه د فکر له مخې د هغه له خوا پیل شوې پروژې بشپړې کړي.
د راپورونو له مخې، ناکامورا په لومړیو کې د روغتیا په برخه کې د خلکو خدمت کاوه، وروسته یې د ننګرهار په کامې، ښېوې، دره نور او بهسودو ولسوالیو او دغه راز د کونړ په ځینو سیمو کې د اوبو د مهارولو او له لارې یې د زرګونه هکتاره ځمکو جوړولو او خړوبولو چارې پر مخ وړې دي.
د ملي ثبات ټولنې مشر او په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار ضیاءالحق امرخېل په نننۍ ناسته کې د کرنې په برخه کې د ناکامورا کړنې چې په ننګرهار او کونړ کې یې ترسره کړې، مهمې وبللې.
ده زیاته کړه: “که دښمن ناکامورا په فزیکي شکل را څخه واخیست، خو د افغانانو له زړونو یې څوک نه شي ایستلی، هغه د افغانانو اتل دی.”په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ملک قیس نوراغا ملکزي هم په دغه ناسته کې خبرې وکړې او د افغانستان له حکومت نه یې وغوښتل چې د ناکامورا او د هغه د ملګرو قاتلان و نیسی او سزا ورکړي.
چارواکي وایي، د ننګرهار استیناف محکمې له لورې د سپین جومات مخکینی قرارداد فسخه کړ.
د ننګرهار ولایت چارواکي وایي،د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د سپين جومات پخواني قرارداد دوسیه یې د حقوقو څخه ابتدایه محکمې ته لیږل شوې وه چې د ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې قرارداد فسخه اعلان شو.
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل وايي،د سپين جومات قضیه یې د څېړنو وروسته عدلي ریاست اړوند حقوقو ته لیږلې وه چې د هغوی له لورې د پرېکړې په موخه محکمې ته استول شوي وه .
هغه زیاتوي،د دې ولایت ابتدایه محکمې د سپین جومات مخکینی قرارداد فسخه کړی او د ولایتي ادارې په ګټه يې خپله پرېکړه اعلان کړې ده .
د یادونې وړده چې تر دې وروسته د سپين جومات د جوړیدو چارې په هیڅ قراردادي پورې تړوا نلري او ژر به د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له لورې ترسره شي
۱۸/۹/۱۳۹۸
کوټ ولسوالۍ کې ځوانانو د حکومت په ملاتړ غونډه وکړه
ننګرهار ولايت کوټ ولسوال نجيب الله رحماني په مشرۍ ګڼ شمېر ځوانانو حکومت څخه د ملاتړ په موخه غونډه وکړه.
يادو ځوانانو د حکومت کړنې وستايلې او د حکومت د ټولو قانوني چارو څخه يې ملاتړ څرګند کړ.
دوی همدار از د کوټ ولسوال د تر سره کړیو خدمتونو قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې د ولسوالۍ په کچه به ور سره په ټولو چارو کې همکاري تر سره کړي.
بل لور ته ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي او د ماشوم ساتنې ادارې مسئولينو د سيمې خلکو سره د ماشومانو ساتنې او د هغوی حقونو ته د پاملرنې په موخه غونډه وکړه او د سیمې خلک يې د ماشومانو حقونو ته ځير کړل.
په ورته وخت کې د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني په شتون کې ملکانو شورا غونډه وکړه او د جګړې په ښکېلو خواو يې د اوربند او تلپاتې سولې کولو غږ وکړ.
همدا راز د کامې ولسوال شریف الله فضلي قومي مخورو سره په ناسته کې د دې ولسوالۍ امنيت لا پياوړتيا او يو شمېر نورو ستونزو په حل کې د همکارۍ ناسته وکړه چې مخورو له لوري ورته هر مهال د همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په همدې حال کې د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري په مشرۍ د IOM ادارو مسئولینو دې ولسوالۍ ته د بې ځایه شویو کورنيو سروې تر سره کړه، چې ډېر ژر به ور سره مرستې تر سره شي.
دغه راز د نازيانو ولسوال قاضي صاحبزاده ګل طارق په مشرۍ قومي مخورو د يوې ناستې په ترڅ کې د ډاکتر ناکامورا خدمتونو ستاينه وکړه او د هغه د عاملينو د نيولو او قانون ته د سپارلو غوښتنه يې وکړه.
۱۸/۹/۱۳۹۸
چارواکي وايي جلال اباد ښار کې د پنځه ميليونه او اووه سوه زره افغانيو په مالي لګښت د يو شمېر پروژو چارې پیل شوې.
د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وايي، چې د ښار په اتمه ناحيه کې يې د پنځه ميليونه او اووه سوه زره افغانيو په مالي لګښت د استنادي ديوالونو، پلچکونو، ويالو او کوڅو پخولو چارې پيل کړې.
د اتمې ناحيې آمر انجينر بختياراحمد ساحل وويل، چې دغه پروژې د ولسي تړون ملي پروګرام په پنځه ميليونه او اووه سوه زره افغانيو مالي لګښت د سمسور اباد شورا له لوري پلې کيږي، چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
چپرهار ولسوالۍ کې د سولې او يووالي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي له لوري د سولې او يووالي تر عنوان لاندې د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې په کې يو شمېر لوبډلو ګډون کړی او دوه اوونيو پورې به سيالۍ دوام ولري.
د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي وويل، چې له دغه سياليو څخه يې موخه ځوانان سولې او يووالي ته هڅول دي او ځوانانو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپل وخت بې ځايه تېر نه کړي او د زده کړو ترڅنګ ورزش ته وخت ورکړي.
بل لور ته د دره نور ولسوال ډاکتر هجرت ګرديوال د نجونو له يوه ښوونځي څخه څارنه وکړه، ښوونکي يې تدريسي بهير ښه کېدا او زده کوونکي زده کړو کولو ته ځير کړل.
۱۸/۹/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون کې د واليبال سيالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بريا پاى ته ورسېدې
د واليبال سياليو ياد ټورنمنټ، چې د پوهنتون د سپورت ا بدني روزنې آمريت له خوا د ليندۍ په ٥ مه نېټه پيل شوى ؤ، د پوهنتون د لسو پوهنځيو لوبډلو پکې ګډون درلود.
د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسيم کاکړ وويل: د يادو سياليو پايلوبې ته د ښوونې او روزنې او ژبو او ادبياتو پوهنځيو لوبډلو لار پيدا کړه، چې ښوونې او روزنې پوهنځي ادبياتو ته ٣ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه او ددې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې، چې د پوهنتون مسؤلينو، استادانو او محصلانو پکې برخه لرله، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهنمل محمد عارف حازم او يو شمېر استادانو د سياليو ګټونکي ټيم او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل.