جاپاني الاصله ډاکټر ناکامورا، چې په افغانستان کې له تېرو پنځلس کلونو راهیسې په خدمت بوخت و، د انسان په جامه کې وحشي ځناورو وویشت او له پنځه نورو ملګرو سره یې ترور کړ.
ناکامورا په انسانیت باور درلود، له جاپان راغلی و، دلته د ننګرهار ښيوې ولسوالۍ کې له عامو خلکو او بزګرو سره میشت و چې افغانانو ته یې ښه ورسیږي.
ناکامورا توانیدلی و چې د کونړ له سیند یوه برخه اوبه راپورته او دښتې پرې ابادې او للمې ځمکې پرې خړوبه کړي، ناکامورا په دې کار سره د ډيرو خلکو زړونه ګټلې و.
ناکامورا یوه بله پروژه هم درلودله چې له کونړ سیند یې نورې اوبه راپورته کولې چې د خلکو ځمکې پرې خړوب شي.
خو دې ارمان ته و نه رسید، یو وحشي صفته ډله راپورته شوه او د ناکامورا تر څنګ یې د هغو بزګرو ارمان خاورې کړ چې د اوبو رسولو لپاره یې درلوده.
ناکامورا به جاپان کې مرستې راټولولې او بیا به یې افغانستان کې د زراعت پراختیا برخه کې مصرف کولې.
موږ ناکامورا پوروړي یو، موږ هغه و نه شو ساتلی، موږ یواځې تابعیت ورکړ او بس، خو ناکامورا ژوند غوښته چې د افغانانو د یوې برخې ژوند جوړ کړی، ارمانونه یې پوره کړي.
ناکامورا ته دې خوند نه ورکو چې د سیند تر غاړې ځمکې دې له تندې مري ، خو اوبه دې په خپلسر له افغانستان د باندې ځي.
موږ د جاپان د خلکو پوروړي یو چې ډيرو برخو کې مرستې کوي، خو موږ یې یو تبعه و نه ساتلی.
ناکامورا کوم سیاسي او دفاعي فعالیت نه کو چې افغان ځواکونو یې امنیت نیولی و، هیچا فکر نه کو چې د افغانانو پست دښمن به پر یو خیریه سړي برید کوي چې انسانیت ته کار کوي.
څوک به ووایي چې ناکامورا باندې یو څوک برید کولی شي، یو داسې سړی چې یواځې بشریت او انسانیت یې مرسته هدف دی، یواځې چې خلکو لپاره د پيسو پيداکولو وسیله جوړه کړي.
خو د افغانانو دښمن دومره رزیل او بې شرفه دی چې هیڅ انسانیت ته ژمن نه دي، دې ته یې و نه کتل چې ډاکټر ناکامورا څومره خلکو ته خیر ورسولی دی، څومره خلکو ته به یې نور خیر ورسیږی، خو د وسلو خولې یې د هغې پر ډلې واړولې او هغه یې په یوه شیبه کې له دې نړۍ بلې نړۍ ته ولیږه.
که طالبان د دې ډول بریدونو مسوولیت نه منی، په دې مسوول دي چې د همدوی له کبله نورو ترهګرو ډلو ته زمینه برابره ده چې برید وکړي او د پردیو استخباراتو پروژې عملي کړي.