تاند، سه شنبه، د قوس ۱۹مه: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ له امله نیوکه کړې ده.

 ښاغلي پيري مایدون نن سه شنبه د بشري حقونو د نړیوالې ورځ نمانځغونډې ته په وینا کې ویلي، په جګړه کې د ملکیانو حقونه تر پښو لاندې کېدل، خو اوس د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم د ولس حقونه نقضېږي.

ښاغلي مایدون ویلي، افغانانو تر دوه میاشتو د ټاکنو پایلو ته انتظار وکړ خو تر اوسه پایلې اعلان نه شوې چې په دې کار سره د دوی د ولسواکۍ په برخه کې د خپل سرنوشت ټاکلو  حق نقض شوی دی.

دا په داسې کې ده چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان تر اوسه دوه ځلې ځنډېدلی دی او لا یې په دریم ځل د اعلان نېټه نه ده په ډاګه شوې.

کمېسیون وايي، د ثبات او همپالنې د ډلې لخوا یې په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې مخه نیول کېږي او له همدې کبله دوی نه شي کولی د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *