تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۰مه: د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې پولیسو یې په کابل کې له ځانمرګو واسکټونو، وسلو او مهماتو څخه ډک موټر نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني تاند ته وايي، پولیسو تېره شپه د کابل نهمې ناحیه کې له ځانمرګو واسکټونو او چاودیدونکو توکو ډک ټونس موټر کشف او نیولی دی.
نوموړې زیاته کړه، په دغه ټونس موټر کې ۱۲ ځانمرګي واسکټونه، دوه کلاشینکوفونه، ګڼ لاسي بمونه او نور نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي او بریدګرو غوښتل چې په کابل کې یو لوی هدف پرې په نښه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ننګرهار کې هم ملي امنیت دوه کسان په چاودیدونکو توکو له بار موټر سره نیولي دي.