‘تاند، چهارشنبه، د قوس ۲۰مه: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د جاپان له سفیر میټسوجي سوزوکا سره کتلي او د ناکامورا د خدمتونو د ستاینې تر څنګ یې د هغه نشتون افغانانو ته لویه ضایعه بللې ده.
محب په دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ډېر ژر د ډاکټر ناکامورا قاتلین تر پېژندلو وروسته ونیسي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې معرفي کړي، خو تر ده وړاندې بیا د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې د ناکامورا د قتل په تور یې ۲ تنه نیولي دي.
هغه څرګنده کړه، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولو بهرنیو وګړیو او ډیپلوماټانو د امنیت تامین مسوولیت لري او هغوی به هڅه وکړي چې دې چارې ته خپله پاملرنه لا زیاته کړي.
په لیدنه کې د جاپان سفیر میټسوجسي د افغانستان د خلکو او حکومت د خواخوږۍ قدر داني کړې او ټینګار یې کړی، چې هېواد به یې هڅه وکړي تر څو د ډاکټر ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
د جاپان د سولې او روغتیایي خدمتونو موسسې مشر تېره چهار شنبه په جلال اباد کې د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې له خپلو ۵ افغان همکارانو سره ووژل شو چې دې پیښې پراخ غبرګونونه راپورته کړل.