تاند، چهارشنبه، د قوس ۲۰مه: ګرجستان ټوډی اژانس خبر ورکړی چې د بګرام پر هوايي ډګر نننيو موټر بم چاودنو او وسله واله نښته کې ۵ ګورجستاني سرتېري هم ژوبل شوي دی.
راپور وايي، دا ګورجستاني پوځیان د چټک غبرګون ځواکونو غړي وو، د وسله والو بریدګرو لخوا له موټر بم چاودنو وروسته هوايي ډګر ته د ننوتو د مخنیوي پر مهال ټپیان شوي دي.
د ګورجستان د دفاع وزارت ویلي، په دغه نیم ساعته نښته کې یې پنځه سرتېري سرسري ټپيان شوي دي: (( زموږ د ۱۲مې قول اردو سرتېري کارپوریشنز ګوچا مرادا شویلي، سوسو کیونیکاډزی، رومن ګنوناشولي، ناجي الیا تاکډزي او د دوی قومندان ډیویډ باکورولي سرسري ټپيان دي او روغتیا یې د ډاډ وړ ده، د ویاړ خبره ده چې دوی د ترهګرو د برید د مخنیوي هڅه کړې ده.))
د ګورجستان ټوډی اژانس د راپور له مخې د برید پر مهال د پوځ لوی درستیز جنرال ولادیمیر چاچیبا او دفاع وزیر ارایلي غریب با له یوې ځانګړې خونې څخه د کامرو له لارې د بګرام برید تعقیب کړی او په دې اړه به وروستي جزیات بل وخت خپاره شي.
ګورجستاني سرتېري له نومبر میاشتې راهیسې د بګرام هوايي ډګر د امنیت په ساتنه مؤظف شوي دي او دا مهال ګورجستان د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ۸۷۰ سرتېري لري.
د یادونې ده چې نن له سهار شپږ بجو راهیسې د بګرام پر هوايي ډګر د دوه موټر بم بریدونو وروسته نښته هم پیل شوې وه چې په اړه یې د پروان امنیه قومندان محفوظ ولیزاده له شپېتو څخه د ډېرو ملکیانو د ژوبلېدو او د یوې مېرمنې د وژل کېدو خبرونه تایید کړي دي.
بهرنیو ځواکونو هم ویلي چې په دې برید کې دوی ته زیات زیان نه دی اوښتی او وسله والو د ملکیانو یو طبي مرکز زیات تخریب کړی دی.
تر اوسه یې چا مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو دا برید په داسې حال کې شوی چې طالبان له امریکا سره په دوه اوونیو کې د یوې هوکړې لاسلیکېدو ته خوشبین دي، خو وېره شته چې د سپټمبر په څېر به دا ځل هم یو برید او د ټرمپ یو ټویټ دا هر څه وځنډولی شي.