تاند، چهارشنبه، د قوس ۲۰مه: د بامیانو روغتیايي چارواکي او د ښځو چارو ریاست تاییدوي چې د دغه ولایت یو سړي د خپلې مېرمنې پزه او د لاس رګونه ور پرېکړي دي.
د بامیانو د ښځو چارو رئیسه ذکیه رضايي وايي، دا مېرمن اوس په روغتون کې تر جدي درملنې لاندې ده، خو مېړه یې له پېښې وروسته تښتېدلی دی.
بلخوا د محمدعلي په نوم یو کس چې د متضررې ۳۰ کلنې مېرمنې ماما کېږي، هم په دغه پېښه کې ټپي شوی دی.
د میړه لخوا په چاکو وهل شوې مېرمن حمیده وايي، میړه یې د پلار په کور کې بې برخلیکه پرې ایښې وه، خو تېر ماښام ورپسې د غله په څېر په کور ور اوښتی او لومړی یې د دې ماما په ډزو ویشتلی دی: (( پر ما یې تیل واړول، اور یې را اچول غوښتل، خو چې ګوګردو کار ونه کړ په چاقو یې پزه او رګونه راپرې کړل.))
د پېښې په اړه د بامیانو امنیه قومندان جنرال محمد صادق وايي، د حمیدې مېړه په کندهار کې دنده لرله او اوس ویل کېدل چې په نشه يي توکو روږدی شوی دی.
نوموړی وايي، دغه کس تېره شپه د خپلې مېرمنې د پلار کور ته ورغلی، لومړی یې د خپلې مېرمنې ماما ویشتلی بیا یې د ښځې پزه او لګونه پرېکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بامیانو د بشر د حقونو کمېسیون مشر جواد دادګر وايي، سږ کال په ۱۱ میاشتو کې ورسره پر ښځو د تاوتریخوالي ۱۹۷ پېښې ثبت شوې دي چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.