مسعود اندرابي

تاند (ينجشنبه، قوس ۲۱) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې د افغان پولیسو مرګ ژوبلې په سلو کې ۱۰ کمې شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي نن (پنجشنبه) وویل، سره له دې چې طالبانو سږ کال حملې په سلو کې ۱۲ زیاتې کړي خو د افغان امنیتي ځواکونو تلفات په سلو کې ۱۱ لږ شوي دي.

ښاغلي اندرابي، چې د سولې په باب د ښځو مشورتي کنفرانس ته وینا کوله، همداراز وویل، له ۲۰۰۱ م کال راهیسې له طالبانو سره په جګړه کې ۶۴ زره ۱۲۴ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

ده په دې موده کې د وژل شویو طالبانو او نورو دولت مخالفو وسله والو شمېر ۴۲ زره ۱۰۰ تنه وښود.

په دې ناسته کې د افغانستان لومړۍ مېرمن رولاغني د افغانستان د تصویر په وړاندې کولو کې د رسنیو منفي رول وغانده.

دې وویل چې د نړیوالو مرستو د افغانستان په سوکالۍ او پرمختګ کې مهمه ونډه لرلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *