د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د اوزبیکانو د فرهنګي او اجتماعي بنسټونو  مسوولینو او غړو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

په  پیل کې د کتاب بنسټ رئیس ډاکټر عزیزالله آرال د فرهنګ او ژبو په ځانګړي ډول د اوزبیکي ژبې د پیاوړتیا او ودې په برخه کې د جمهوررئیس غني هڅې وستایلې او وې ویل، د لومړي ځل لپاره د جمهوررئیس پر حکم د اوزبیکي ژبې قاموس ترتیب او چاپېږي. هغه زیاته کړه، اوزبیکي ژبې ته په تېرو پنځو کلونو کې بنیادي خدمتونه او پاملرنه شوې ده.

ډاکټر آرال د افغانستان د اوزبیکانو د فرهنګي او اجتماعي بنسټونو په استازیتوب وړاندیز وکړ چې د اوزبیکي ژبې او فرهنګ د لازیاتې ودې لپاره دې د تلې ۲۹مه د اوزبیکي ژبې ملي ورځې په توګه په کالیزه کې درج او همدا راز دې په کابل کې د دولت تر ملاتړ لاندې د اوزبیکي او ترکمني ژبو د مرکز پرانیسته منظور شي.

هغه څرګنده کړه، کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د اوزبیکي ژبې او د جمهوررئیس د ویاند دفتر د اوزبیکي ژبې د ډیپارټمنټونو په ایجاد سره، اوزبیکي ژبې خپل ځای په پام وړ ډول سره بیا موندلی دی.

همداراز د قرهش اجتماعي او فرهنګي ټولنې غړي محمداکبر دشتي، د هیواد د ژبو او فرهنګ د ودې لپاره د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، تاسې له داسې یوې ډلې سره مخ یاست چې د افغانستان اتحاد او یوموټي توب ته فکر کوي. نوموړي همدارنګه له جمهوررئیس سره د اوزبیک ځوانانو ستونزې شریکې کړې.

جمهوررئیس غني په کابل کې د اوزبیکي او ترکمني ژبو مرکز د ایجاد او د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې په توګه د تلې ۲۹مې د وړاندیز منظورولو پر مهال وویل، د یوه ملت یووالی د ژبو او فرهنګونو په متقابل درناوي پورې اړه لري او هر افغان مسوولیت لري چې د ژبې او فرهنګ په وده کې ونډه ولري.

د هیواد جمهوررئیس وویل، هیله لرم د اوزبیکي او ترکمني ژبو مرکز د اوزبیکي ژبې د روښانه تاريخي اثارو د ژباړې په برخه کې هڅه وکړي، همداراز ټولو  هیوادوالو ته د اوزبیکي ژبې د روزنې زمینه برابره کړي.

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې په برخه کې د مرکزي اسیا هیوادونو په ځانګړي ډول د اوزبیکستان او ترکمنستان ارزښت ته په اشارې وویل، موږ باید د منځنۍ اسیا هیوادونه درک کړو، افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال نقطه ده، له همدې امله اوزبیکي او ترکمني ژبې باید له دغو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا وسیله  شي.

د هیواد جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې تېر زموږ راتلونکی دی وویل، مخکې موږ د عظیم تمدن یوه برخه وو چې موږ پکې د څلورلار حیثت درلود، د سیمې د څلورلارې په توګه د افغانستان د مقام د بیا راژوندي کولو په خاطر باید فرهنګي مشترکات وده وکړي او د سیمې هیوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هیوادونو په اړه باید زموږ نظر مثبت اوسي.

One thought on “ولسمشر غني د تلې ۲۹مه د اوزبیکي ژبې ملي ورځې په توګه منظور کړه”
  1. ښاغلی ولسمشره په افغانستان کی به د نورو ژبو سره څه کوی؟
    ایا بلوڅی، نورستانی، پشه یی، ګجری، قزلباشی، چله سی، کوهستانی، پامیری، کلنګلی او نوری د ۳۰ څخه زیاتو ژبو ویونکو سره به څه کوی؟

    ښاغلی ولسمشره کوشش پکار دی چه په افغانستان کی د یو والی کوشش وکړو، افغانستان یو افغانستان کړو، په ژبو، قومونو، قوماندانانو، شمال،
    جنوب، تنظیم او په ډلو ټپلو خپل وخت عبث تیر نکړو.

    والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *