د نورو ورځو په څېر مې په دفتر کې کار پيل کړ، د نن ورځې دفتري کار مې د نوو چاپ شوو کتابونو يو ځل لوستل وو، څو يې تر توزېع مخکې وګورو چې کومه ستونزه ونلري.
د لومړي کتاب لوستل لا ختم نه وو چې تر څنګ مې په مېز اېښودل شوی ګرځنده وشرنګېد. ګرځنده مې راواخيست.
اورم سلامونه، مهرباني وکړئ څوک خبرې کوئ.
-زه د …. پوهنتون د ستوماتولوژي څانګې د لومړي سمېسټر محصل يم.
مهرباني څه خدمت وکړو.
-دغه د کتاب خپرول او کتابتونونو جوړول خو ستاسې دنده ده.
هوکې، دا دنده په وياړ ترسره کوم.
-نو يوه پوښتنه لرم، هيله ده ځواب راکړې.
مهرباني زه خدمت کې يم.
– پوښتنه دا ده چې په پښتو کې معدې ته څه وايي؟ هيله ده ځواب راکړې ځکه چې همدا اوس مو ازموينه ده او دا پوښتنه مو ازموينه کې راغلې.
د پوښتنې له اورېدو سره سمدلاسه غلی شوم، نه پوهېدم څه ځواب ورکړم، ورته ومې ويل لږ وروسته ځواب درکوم. مبايل مې بند کړ، فېسبوک ته مې مخه کړه. د ملګرو په لټه شوم څو داسې کسان پيداکوم چې له ليکوالۍ، خبريالۍ او يا ادبياتو سره سروکار لري. له داسې کسانو مې پوښتنې وکړې چې کلونه کېږي په پښتو ژبه ليکوالي کوي، ژباړې کوي او په لسګونه کتابونه يې خپاره شوي دی، خو هېڅ يوه هم دا پوښتنه حل نکړه ټولو راته ويل چې په ژبه دې ملنډې نه وهي، معده، معده ده بل نوم نلري، خو زه هم ماندني والا نه وم.
هر يو ته مې وويل چې خامخا ووايي چې معدې ته څه وايي، يوه راته وويل ګيدړه ورته وايي، له خندا مې بډوډي ورته وخوږېدل، نورو هم ډول ډول ظنر ډوله ځوابونه راته وليکل لکه: د خوړو کڅوړه، د ډوډۍ ترېشل، چرګه، په خېټه کې د ننه ژرنده، لری، يوه خو ويل پرېږده بابا معده معده ده، څه پر کيې. بل ويل خېټه، ګېډه، روډه او معده هم ورته وايي.
اوس به راشو اصلي موضوع ته، ایا په طب پوهنځي کې څه اړتیا ده چې په ازموينه کې دې د معدې د پښتو کلمې په اړه پوښتنه وشي، ایا په طب پوهنځي کې ژبپوهنه هم شته او يا هم دوی غواړي طبي اصطلاحات او کلمې پښتو ژبې ته واړوي.
اوس مې همدا پوښتنه د فېسبوک د (پښتو لغتونه) ګروپ کې ليکلې ده، که تاسې هم پښتو نوم ورته لرئ، هيله ده يا يې دلته او يا يې په پښتو لغتونه ګروپ کې وليکئ.
کابل
که زما منی نو
د پښتو معده په ګازی او کیمیاوی موادو نوره مه نا آرامه کوی