تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: د قزاقستان د فساد پر ضد د مبارزې ادارې مرستیال بیتینکوف الژاس ابایولي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر علیم خان انګارویچ یاسین ګیلدیف د یو پلاوي په ملتیا د افغانستان د عدلیې له وزیر عبدالبصیر انور سره کتلي او د اداري فساد پر ضد مبارزه کې یې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي انور په دغه لیدنه کې ویلي، افغانستان د فساد ضد نړیوال میثاق سره یو ځای شوی دی او په پارلمان کې یې هم دا میثاق تصویب کړیدی، خو په وینا یې ناامني او ترهګري د اداري فساد لپاره زمینه برابره کړې ده
بلخوا د قزاقستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې مرستیال الژاس ابایولي، امنیت او ثبات د فساد پر ضد مبارزه کې مهم وبلل او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
نوموړي د فساد پر ضد مبارزه کې د خپل هېواد قوانین، اسناد، اړوند مواد او پروګرامونه هم د افغانستان له عدلیې وزارت سره شریک کړل، تر څو یې د افغانستان د عدلیې وزارت د خپلو هلو ځلو او فعالیتونو په برخه کې استفاده ترې وکړي.