تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: د ملي امنیت ځواکونو په نیمروز کې د طالبانو د چریکي بریدونو یوه لس کسیزه شبکه نیولې ده.
ملي امنیت په دې اړه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دې لس کسیزې ډلې به چریکي او پټ بریدونه ترسره کول چې په یو لړ هدفمنده عملیاتو کې د نیمروز په زرنج ښار کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د دې ډلې مشر ملا عبدالرووف یې هم نیولی دی چې د ملي امنیت ګڼ کارمندان یې وژلي وو او د نیمروز د امنیه قومندانۍ د دوه افسرانو د وژنې پلان یې هم تازه نیولی و.
امنیتي ځواکونو له دغو لسو وسله والو سره یوه اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم نیولي دي.