د امریکا سفیر

تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: په کابل کې د امریکا سفیر د فساد پر ضد د مبارزې کلني کنفرانس ته په وینا کې ویلي، افغانستان د فساد پر ضد هیڅ پرمختګ نه دی کړی او دا کار په افغان حکومت کې د فساد پر ضد د مبارزې برخه کې د نه ژمنتیا دلالت کوي.

 ښاغلي جان باس په دغه غونډه کې ویلي، فساد د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې مهم خنډ دی، خو څوک یې د له منځه وړلو لپاره هڅې نه کوي چې دې کار امریکا او نړیواله ټولنه ناهیلې کړې ده.

 د امریکا سفیر زیاته کړې، له افغانستان سره مرسته کېدونکې پیسې یوازې په څو کسانو لګول کېږي چې دا کار په افغانستان د نړیوالې ټولې بې باورۍ ته لاره جوړوي.

 په همدې غونډه کې ولسمشر غني د اداري فساد پر ضد د مبارې پرخه کې د ګډې همغږۍ په رامنځته کېدو ټینګار وکړ، د قانون حاکمیت د فساد پر ضد مبارزه کې اصلي رول لري.

 ولسمشر ټینګار کړی چې لویه څارنوالي باید د فاسدو کسانو نومونه افشا کړي او د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د فساد دوسیې دې په جدي شکل سره وڅېړي.

One thought on “جان باس: د فساد ضد مبارزه کې امریکا او نړیواله ټولنه له کابل مایوسه ده”
  1. مشران باید د خبرو په ځای جدی حکم او فرمان ورکړی ځکه اوس ولس عمل ګام پورته کولو ته انتظار دی ځکه پدی ۱۸ کلنه دوره کی هر وزیر ریس جمهور تنها ولس ته وعدی ورکړی مګر عمل کم شوی ځکه همدی ریس جمهور ویل چی له زورواکو سره به معامله نه کیږی مګر همدی عبدالله او عطا او دوستم او خلیلی اسماعیل خان محقق او حاجی الماس او سیاف سره هر ورځ په معامله کی روان دی موږ حیران یو چی د دولت چاری به څه وخت مخی ته وړی چی تاسی ۵ کلنه دوره په معامله مخی ته بیایی آیا ولس د همدی معامله ګیری یا شریک یا مشارکتی حکومت د جوړونی لپاره رایه کاروی یا خپل ولس ته د خدمت لپاره کچیری خدمت لپاره وی نو څه وخت خدمت کوی ځکه همدا اوس پآکستان په کونړ پنجابی پوځیان د لشکر طیبه او جیش په نوم ډلو کی ځای پر ځای کړی او زموږ ولس ورسره لاس او ګریوان ده

    د زیاترو مخکینی دوری وزیرانو قضیی او دوستم او خلیلی بسم الله خان عبدالرحیم وردک د غلا او فساد قضیی په څارنوالی کی دی مګر څوک ګوته نشی ورنږدی کولی ته به وایی چی دا قضیه او دوسیه بم اتم دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *