تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، سر له سبا دوشنبې څخه په ټول هېواد کې د نږدې شپږ میلیونه ماشومانو د پولیو واکسین وروستی فرعي کمپاین پيلوي.
وزارت په دې اړه تاند ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هېواد په ۲۱ ولایتونو ۱۹۸ ولسوالیو کې به دا ځل کمپاین کې ۵ میلونه او ۹۰۰ زره ماشومان واکسین کړي، خو په وینا یې چې ډېر تمرکز به یې په جنوبي ولایتونو وي، ځکه په سږني ۲۰۱۹ کال کې تر ټولو زیاتې د پولیو پېښې په جنوبي سیمو کې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز په ټولو هېوادوالو غږ کړی چې د پولیو د خاتمې لپاره دې د دغه کمپاین سره په لرې پرتو سیمو کې پوره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یاد وزارت دوه میاشتې وړاندې هم د میزان په ۲۲مه په ۳۲۴ ولسوالیو کې اته نیم میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسینو کمپاین ترسره کړی و.
ویل کېږي، سږ کال په ټول هېواد کې د پولیو ۲۴ مثبتې پېښې شوې دي، چې ۹ یې په ارزګان، ۵ یې په هلمند، ۴ په کندهار، ۲ په پکتیکا، ۱ په کونړ، یوه په بادغیس، یوه په بغلان او یوه په ننګرهار کې ثبت شوې ده.
تېر کال په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۲۱ ته رسېده، پاکستان، افغانستان او نایجریا یوازني درې هېوادونه دي چې پولیو ناروغي لا هم په کې د ماشومانو ژوند ګواښي.