تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: دفاع وزارت وايي، کمانډو ځواکونو یې د کندوز په چهار دره ولسوالۍ کې د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو مشر روزوونکی او مسوول نیولی دی.

د دفاع وزارت وايي، په حبیب الله مشهور په ملا حکیم پسې د چهار درې ولسوالۍ په غزل شاخ کلي کې د کمانډو ځواکونو او د ملي امنیت د صفر نهه قطعې ځانګړي شپېني عملیات شوي دي.

 افغان ځواکونو له ملا حکیم سره یوه اندازه جنګي او نظامي وسایل هم نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *