تاند- د بارسلونا د فوټبال کلب تکړه فارورد میسي ته په ټولو اروپايي لیګونو کې تر ټولو د زیاتو ګلونو د وهلو په خاطر د چهارشنبې په ورځ طلايي بوټ ورکړای شو.

دا درېم ځل دی چې دا ارجنټیایني لوبغاړی طلايي بوټ ګټي.

ده د فوټبال په وروستي فصل کې ۴۶ ګولونه ووهل او د نړیوالو رسنیو نښان (له لیګا ګول) ورکړای شو.

میسي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ او بیا په ۲۰۱۰ کال، چې ۳۴ ګولونه یې وهلي ول، دا ویاړ ترلاسه کړی و.

د بارسلونا دغه شپږ ویشت کلن لوبغاړي د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال د فوټبال د سیالیو په فصل کې پنځوس ګولونه وهلي ول چې په نړۍ کې ریکارډ و.

میسي د جایزې د ترلاسه کولو په مهال، چې د ټیم ملګرو یې ننداره کوله، وویل چې دا جایزه باید د ټولو وګڼل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *