تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵مه: د ملي دفاع وزارت وايي، ځانګړو ځواکونو یې په ارزګان کې د طالبانو زندان مات کړی او ۱۲ ملکیان یې ترې خوشې کړي دي.

 د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته وايي، دا عملیات تېره شپه د شهید اساس ولسوالۍ کې ترسره شوي دي، چې ۳ طالبان په کې وژل شوي، ۵ تنه یې ژوندي نیول شوي، ۳۱۰ کېلو ګرامه مخدره توکي او یو عراده موټرسایکل هم په کې افغان ځواکونو نیولی دی.

 طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم د طالبانو لسګونه زندانونو د ماتولو او ترې د ملکی بندیانو د خوشې کولو خبرونه ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *