تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵مه: د ملي جنبش ګوند  لوړ پوړې سرچینې وايي، نظام الدین قیصاري وروسته له هغې چې له جنرال دوستم څخه مرسته وغوښته، د جوزجان مرکز شبرغان ته لېږدول شوی دی.

د جنبش لوړ پوړی غړی سید نجیب الله هاشمي تاند ته وايي، قیصاري پخپله له جنرال دوستم څخه په تلیفوني اړیکه کې مرسته غوښتې او هغه یې خپل معنوي پلار بللی دی: (( قیصاري جنرال دوستم ته وویل چې وخد یې رسېدلی چې خپلو ازبکانو ته سرښکته کړم او له خپل معنوي پلار جنرال دوستم څخه مرسته وغواړم.))

 د جنبش دا غړی وايي، جنرال دوستم له دې وروسته قیصاري ته مثبت ځواب ورکړی او هغه یې سهي سلامت جوزجان ته رسولی دی.

له تېرو دوه شپو راهیسې په بلخ کې د قیصاري په کور ځانګړي عملیات روان وو چې چارواکو په کې د هغه د ۲۰ ملېشو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

پر قیصاري د غلا، باجګیرۍ او د نږدې ۳۰۰ ناقانونه وسله والو د ساتلو تور دی.

2 thoughts on “جنرال دوستم، قیصاري شبرغان ته روغ رسولی دی”
  1. د مجرم سره مرسته کول پخپله جرم دی نو باید دولت له دوستمه پوښتنه وکړی چی د نظام ملاتړ کوی که د مجرم ځکه زیاتره جنایی جرمنو د قیصاری او علیپور او همدارنګه جنرال الماس د زوی له لوری شوی مګر دولت څرګند دریځ نه نیسی

  2. افغان ولس ، حکومت او ولسي جرګه د قوانینو په تصویب او رعایت سره باید پر مجرمینو د ژوند ، کار ، ګرځېدو او د هغوی د ملاتړو ساحه تنګه کړي چې یا اصلاح او یا هم تېښتې ته اړ شي. که قیصاري رښتیا هم د دوستم پواسطه د جرم له ساحې فرار کړی وي ، پدې مشهود جرم کې شریک دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *